ایوبي کابل بازانو د شپږو ویکټو په توپیر بریا خپله کړه

د اتصالات شپږیزې کرکټ لیګ اووم پړاو سیالیو په ۱۴مه لوبه کې نن سهار ۹:۰۰ بجې د ایوبي کابل بازان لوبډله له اکټو سپین غر زمریانو سره مخ شوه چې په پایله کې یې کابل بازانو له سیال لوري د شپږو ویکټو په توپیر بریا خپله کړه.

د یادې لوبې په پیل کې د ایوبي کابل بازانو لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د اکټو سپین غر زمریانو پر وړاندې د توپ اچونې پرېکړه وکړه چې سپین غر زمریانو د اتو ویکټو په سوځېدو له سیال لوري ۱۴۲ منډې ترلاسه کړې.

د اکټو سپین غر زمریانو له لوري بهیر شاه ډېرې ۳۷، تمیم سرخرودي ۲۵، پروېز ملکزي ۲۴ او وحیدالله شفق ۱۶ منډې وکړې.

په داسې حال کې چې د کابل بازانو توپ اچوونکو غوره توپ اچونه وکړه او له ډلې یې عظمت الله عمرزي درې، ننګیالي خروټي او ضیاءالرحمن اکبر دوه-دوه ویکټې واخیستې.

ورپسې کابل بازانو د توپوهنې پاڼۍ پیل کړه چې د سیالې لوبډلې هدف یې ۱۷،۵ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ چې له ډلې یې رحمن الله ګربز ۴۰ ډېرې، نورعلي ځدراڼ ۲۹ او وسیم ځاځي ۲۷ منډې ترلاسه کړې او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله.

د اکټو سپین غر زمریانو له لوري زبید اکبري دوه، قیس احمد او ناصر خان یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه، خو سیاله لوبډله یې بریا راونه ګرځولی شوه.

پر همدې بنسټ د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه د کابل بازانو عظمت الله عمرزي، د ډېرو شپږیزو وهونکي او سټایلېش لوبغاړي جایزه رحمن الله ګربز ته ورکړل شوه.

د یادونې وړ ده چې د اتصالات فورجي شپږیزې کرکټ لیګ اووم پړاو سیالیو ۱۵مه لوبه به نن ۱:۳۰ بجه د نوید احمدزي امو نهنګان او ډېوه ګروپ بست ساتونکو ترمنځ ترسره شي.