ایوبي کابل بازانو په ستر توپیر له امو نهنګان لوبه وګټله

د اتصالات فورجي شپږیزې کرکټ لیګ اووم پړاو سیالیو په نهمه لوبه کې نن د نوید احمدزي امو نهنګان د ایوبي کابل بازانو سره مخ شول چې کابل بازانو د لوبډلمشر د غوره توپوهنې او ستر هدف په پایله کې خپل سیال لوری د ۶۱ منډو په توپیر له ماتې سره مخ کړ.
ایوبي کابل بازانو په ستر توپیر له امو نهنګان لوبه وګټله

د اتصالات فورجي شپږیزې کرکټ لیګ اووم پړاو سیالیو په نهمه لوبه کې نن د نوید احمدزي امو نهنګان د ایوبي کابل بازانو سره مخ شول چې کابل بازانو د لوبډلمشر د غوره توپوهنې او ستر هدف په پایله کې خپل سیال لوری د ۶۱ منډو په توپیر له ماتې سره مخ کړ.

د لوبې په پیل کې د ایوبي کابل بازانو د یادې لوبې پچه وګټله چې لومړی یې د نوید احمدزي امو نهنګان پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه، چې د توپوهنې د پیل لپاره یې د تېر په څېر لوبډلمشر رحمن الله ګربز او نورعلي ځدراڼ لوبې ته راووتل.

دواړو ډېر غوره او چټک پیل وکړ، خو نورعلي د ۱۲ منډو له ترلاسه کولو وروسته د منډې پر مهال خپل ویکټ له لاسه ورکړه. لوبډلمشر رحمن الله خپلې ګړندۍ او چټکې لوبې ته دوام ورکړ، تر دې چې په ۵۰ توپونو یې ۹۹ منډې هم وکړې، خو قسمت ورسره ملګرتیا ونه کړه، ترڅو سلیزه پوره کړي چې د سلیزې لپاره د منډې د تکل پر مهال یې خپل ویکټ له لاسه ورکړه او له ډګر بهر شو.

همدارنګه د ایوبي کابل بازانو لپاره سمیع الله  شینواري ۴۴ او عظمت الله عمرزي ۴۱ منډې وکړې چې د ۲۰ اورونو په لوبولو او د ۵ ویکټو په سوځېدو یې سیالې لوبډلې ته د ۲۲۴ منډو هدف وټاکه چې په روانو سیالیو کې تر اوسه تر ټولو ستر هدف دی.

دا په داسې حال کې ده چې د نوید احمدزي امو نهنګان لپاره په توپ اچونه کې یمین احمدزي، عبدالواسع او باطن شاه یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

ورپسې د نوید احمدزي امو نهنګان لوبډلې د توپوهنې پاڼۍ پیل کړه چې له منځه یې دروېش رسولي ۷۳ ډېرې، فرهان ذاخېل ۳۷ او حیات الله ۱۷ منډې ترلاسه کړې، خو خپله لوبډله یې د بریا تر کچې ونه رسوله.

د ایوبي کابل بازانو لپاره د ننګیالي خروټي غوره توپ اچونه د یادونې وړ ده چې د سیالې لوبډلې څلور لوبغاړي یې له ډګره بهر کړل چې ورپسې نجات مسعود او عظمت الله عمرزي هر یوه دوه ویکټې واخیستې او لوبډله یې بریالۍ کړه.

باید وویل شي چې کابل بازان تر اوسه پورې له دریو سیالو لوبډلو سره مخ شي چې له ډلې یې دوه ګټلې او یوه لوبه بایللې ده او د نمرو په جدول کې یې د نن لوبې په ګټلو سره څلور نمرې خپلې کړې.

د نن لوبې د غوره لوبغاړي او ډېرو شپږیزو وهونکي لوبغاړي جایزه رحمن الله ګربز او د سټایلېش لوبغاړي جایزه بیا دروېش رسولي ته ورکړل شوه.

د یادونې وړ ده چې د اتصالات فورجي شپږیزې کرکټ لیګ د اووم پړاو سیالیو په ۱۰ مه لوبه کې به سبا د اکټو سپین غر زمریان د ډېلي فرېش بند امیر ښامارانو سره د سهار ۹:۳۰ بجې او ورپسې به ۲:۰۰ بجې د حضرت لمېټېډ مس عینک اتلان د ډېوې ګروپ ساتونکو پر وړاندې ډګر ته ښکته شي.