د افغانستان او اسټراليا ترمنځ ځنډول شوې ټېسټ لوبه به په ۲۰۲۱ کې ترسره شي

د افغانستان او اسټرالیا کرکټ لوبډلو ترمنځ ياده لوبه چې په روان کال کې د کورونا ناروغۍ د خپرېدو له امله ځنډېدلې وه ، د ۲۰۲۱م کال په نومبر میاشت کې ترسره شي
د افغانستان او اسټراليا ترمنځ ځنډول شوې ټېسټ لوبه به په ۲۰۲۱ کې ترسره شي

د افغانستان او اسټرالیا کرکټ بورډونو د هوکړې له مخې به ياده یوازېنۍ ټېسټ لوبه د اسټرالیا په کوربه توب ترسره شي. بايد‌ وويل شي چې افغان ملي لوبډلې په ۲۰۱۷ز کال کې د ټېسټ لوبو بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ چې تر دې دمه یې په دغه بڼه کې څلور لوبې ترسره کړې چې له منځه يې په دوو سياليو کې د ایرلینډ او بنګله دېش لوبډلې له ماتې سره مخ کړې دي.