دافغانستان د کرکټ بورډ اعلامیه
دوشنبه ۲۷ زمری ۱۳۹۹ - د ۲۰۲۰ کال د اګست ۱۷
د افغانستان د کرکټ بورډ د ملي ادارې محترم چرمین فرهان یوسفزي په امر په پاکستان کې افغانستان پخوانی سفیر ښاغلي عاطف مشعل د کرکټ بورډ غړیتوب ختم کړل شو.
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 17 Aug 2020
دوشنبه ۲۷ زمری ۱۳۹۹ - د ۲۰۲۰ کال د اګست ۱۷
د افغانستان د کرکټ بورډ ملي ادارې محترم چيرمین فرهان یوسفزي په امر پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر ښاغلي عاطف مشعل د کرکټ بورډ غړیتوب ختم کړل شو.
د ښاغلي عمومي رییس په لارښونه عاطف مشعل نور حق نه لري چې د کرکټ بورډ په مسایلو کې لاسوهنه وکړي. دافغانستان کرکټ بورډ به ډېر ژر د عاطف مشعل پر ځای کوم بل وړ کس د کرکټ بورډ غړيتوب ته ور وپېژني.
هغه کسانو او ادارو ته چې د عاطف مشعل سره د کرکټ بورډ د غړي په صفت روابط ساتي خبر ورکول کیږي چې کرکټ بورډ اداره په هیڅ ډول د ښاغلي مشعل سره تړاو نه لري او نوموړی نشي کولای چې د کرکټ بورډ نوم وکاروي.
افغانستان کرکټ بورډ یوه ملي اداره ده چې یوازې ملي کسان به یې غړیتوب تر لاسه کوي.
په درنښت د افغانستان کرکټ بورډ اداره