اصغر اتل او رحمت شاه د مس عینک د بريا لامل شول

د زونون په کچه د غازي امان الله خان جام لېسټ اې سیالیو په اوومه لوبه کې مس عینک لوبډلې بندامیر لوبډلې ته د ۵ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.
اصغر اتل او رحمت شاه د مس عینک د بريا لامل شول

د زونون په کچه د غازي امان الله خان جام لېسټ اې سیالیو په اوومه لوبه کې مس عینک لوبډلې بندامیر لوبډلې ته د ۵ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

مس عینک لوبډلې په پيل کې د لوبې پچه وګټله، بند امیر لوبډلې ته یې لومړی د توپوهنې بلنه ورکړه. بند امیر لوبډلې په پوره ۵۰ اورونو کې د اوو ويکټو په سوځېدو سره ۲۷۳ منډې جوړې کړې او مس عینک ته یې د ۲۷۴ منډو هدف وټاکه.

بند امیر لوبډلې ته په پیل کې حضرت الله ځاځي او عمران جنت په زړه پورې پیل وکړ چې ځاځي چټکې ۵۹ او جنت ۴۷ منډې جوړې کړې، ورپسې دروېش رسولي ۵۹ او کریم جنت د ۴۲ منډو جوړلو ورسره ژوبل او توپوهنه یې بس کړه. مس عینک ته په توپ اچونه کې ظاهر خان ۳، ضیاء شریفي، حسیب الله، نور احمد او شاهد الله کمال د بندامیر یوه-يوه ویکټ واخيسته.

ورپسې مس عینک لوبډلې د ټاکلي هدف په موخه توپوهنه پیل کړه. مس عینک لوبډلې ټاکلی هدف د لوبې په ورستي توپ د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړه او خپله دویمه بریا یې د بندامیر څخه د ۵ ویکټو په توپیر خپله کړه. مس عینک ته په توپوهنه کې پیلوونکو لوبغاړو رحمن الله ګربز او اصغر اتل په زړه توپوهنه وکړه چې اتل ۸۱ او ګربز ۶۷ منډې جوړې کړې، همدا راز رحمت شاه ۷۸ او شاهد الله کمال ۲۸ منډې ترسره کړې. په داسې حال کې چې بندامیر ته په توپ اچونه کې نجات مسعود او شفیق الله غفاري ۲ـ۲ او حشمت الله شهیدي یو لوبغاړی وسوځولو.

د مس عینک لوبډلې ځوان لوبغاړی اصغر اتل چې په لومړۍ لېسټ اې لوبه کې یې ۸۱ منډې جوړې کړې وې د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ورکړل شوه.

د یادولو وړ ده چې د غازي امان الله خان یو ورځنیو سیالیو اتمه لوبه به سبا په کندهار کرکټ لوبغالي کې د سپین غر او امو لوبډلو ترمنځ تر سره شي.