امو زون د پنځم پړاو احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو اتلولي خپله کړه

د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو پنځم پړاو چې څه باندې یوه میاشت وړاندې د ۵ زونونو ترمنځ په خوست او ننګرهار ولایتونو کې پیل شوې وې، نن د خوست ولایت په کرکټ لوبغالي کې د امو زون په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې. 
امو زون د پنځم پړاو احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو اتلولي خپله کړه

د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو پنځم پړاو چې څه باندې یوه میاشت وړاندې د ۵ زونونو ترمنځ په خوست او ننګرهار ولایتونو کې پیل شوې وې، نن د خوست ولایت په کرکټ لوبغالي کې د امو زون په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې. 

د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس پنځم پړاو سیالۍ د تېرې اکټوبر میاشتې په اتمه نېټه د خوست او ننګرهار ولایتونو کې پیل شوې، چې پکې د هېواد د ۵ (بست، سپین غر، بندامیر، امو او مس عینک) زونونو منتخبو لوبډلو ګډون درلود چې د بند امیر او امو زون لوبډلو پایلوبې ته لاره ومونده. 

یاده پایلوبه چې د تېرې یکشنبې پر ورځ پیل شوه، بندامیر د لوبې پچه وګټله او لومړی یې امو ته د توپوهنې بلنه ورکړه، امو لوبډلې په خپلې لومړۍ پاڼۍ کې ۳۹۵ منډې جوړې کړې. شهزاد محمدي ۱۱۳، خالد زاهدي ۸۶ او عبدالمالک ۴۲ منډې ترسره کړې. بلخوا د بندامیر په توپ اچوونکو کې حمزه هوتک ۵ او کریم جنت ۳ ویکټې ترلاسه کړې. 

بندامیر لوبډلې ورپسې خپلې لومړۍ پاڼۍ کې د فرمان الله ساپي ۱۲۱، اصف موسی زي ۶۶ او شمس الرحمن ۴۴ منډو پر مټ ۲۷۸ منډې ترلاسه کړې، چې په دې سره له امو زون څخه ۱۱۷ منډې شاته پاتې شوه. د ویلو ده چې د امو په ګټه عبدالرحمن رحماني د ۵۷ منډو په ورکولو ۵ او محمدګل علیزي د ۳۶ منډو په ورکولو ۴ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړه.

امو زون په خپلې دویمې پاڼۍ کې د شهزاد محمدي ۱۰۱ ناسوځېدلو او حیات الله ناصري ۸۲ منډو پر مټ ۲۵۱ منډې جوړې کړې چې په دې سره یې بندامیر ته د ۳۶۹ منډو هدف وټاکه. د بندامیر په توپ اچوونکو کې نجات مسعود ۵ ویکټې ترلاسه کړې. د امو زون د ۳۶۹ منډو هدف پسې بندامیر ۱۱۰ منډې پرته د کوم لوبغاړي له سوځېدو ترسره کړې او د لوبې پنځمه ورځ پای ته ورسېده، د بندامیر پیلیزو توپوهونکو کې سلیمان ساپي ۵۶ ناسوځېدلي او عالم زېب ۵۳ ناسوځېدلې منډې ترسره کړې. که څه هم لوبه بې پایلې شوه خو امو زون لوبډلې ته په لومړۍ پاڼۍ کې د مخکېوالي ترلاسه په اساس د سیالیو ګټونکي ونومول شول. 

محمد شهزاد په ۱۱۳ او ۱۰۱ منډو د لوبې غوره لوبغاړی، کریم جنت په ۵۶۱ منډو د سیالیو غوره توپوهونکی، حمزه هوتک په ۳۰ ویکټو غوره توپ اچوونکی او کریم جنت په ۵۶۱ منډو او ۱۸ ویکټو ترلاسه کولو د سیالیو غوره لوبغاړی ونومول شول.