امو لوبډلې خپل سفر په بریا پای ته ورساوه

د اکس بول لېسټ اې اتصالات جام اتم پړاو یو ورځنیو لوبو د ګروپي پړاو په وروستۍ لوبه کې امو لوبډلې د ۴ ویکټو په توپیر سره د بندامیر لوبډلې ته ماتې ورکړه او په دغه لوبو کې یې خپله لومړۍ او ورستۍ بریا ترلاسه کړه. د ویلو ده چې د اکس بول لېسټ اې اتصالات جام اتم پړاو پایلوبې ته د بندامیر او مس عینک لوبډلو له وړاندې لار موندلې ده.

د امو او بندامیر د نن لوبې پچه بندامیر وګټله او لومړی یې خپله توپوهنه ترسره کړه. یادې لوبډلې د حشمت شهیدي او اصف موسی زي هر یوه ۲۸ او نور الرحمن ۱۳ منډو پر مټ یوازې ۹۵ منډو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړه. د امو لوبډلې په توپ اچونه کې لوبډلمشر یمین احمدزي او عظیم ځدراڼ هر یوه ۴ او کامران سخي ۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.

د بندامیر لوبډلې د ۹۶ منډو هدف امو لوبډلې د لوبې په ۲۳م اور کې د ۴ ویکټو په تاوان ترلاسه کړی. د دوی په توپوهنه کې عبدالمالک ۲۸ او سمیع الله شینواري ۲۷ ناسوځېدلي منډې ترسره کړې. باید وویل شي چې د بندامیر په توپ اچوونکو کې حشمت شهیدي ۲ او نجات مسعود ۱ ویکټ په خپل نوم کړه.

د غوره لوبغاړو د پېژندنې مراسمو کې د امو لوبډلمشر یمین احمدزی په ۴ ویکټو د لوبې غوره لوبغاړی او د یادې لوبډلې ورو توپ اچوونکی عظیم ځدراڼ په ۴ ویکټو د لوبې بڼه بدلوونکی لوبغاړی ونومول شول.

د یادونې وړ ده چې د اکس بول لېسټ اې اتصالات جام اتم پړاو ستره پایلوبه به راتلونکې شنبه د مس عینک او بندامیر لوبډلو تر منځ د خوست په رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.