افغان لوبډلې د اسیا جام سفر په سترې بریا سره پیل کړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبدلې د اسیا جام شل اوریزو سیالیو په ترڅ کې خپله لومړۍ لوبه د سریلانکا پر وړاندې ترسره کړه چې پکې یې د فضل الحق فاروقي (۳/۱۱)، محمد نبي (۲/۱۴) او مجیب الرحمن (۲/۲۴) د غوره توپ اچونې او د دوه پیلیزو توپ وهونکو رحمان الله ګربز (۴۰) او حضرت الله ځاځي (۳۷) د بهترینې توپوهنې پر مټ سیالې لوبډلې ته د ۸ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه او د روانو اسیا جام سیالیو سفر یې په یوې سترې بریا سره پیل کړ.

افغان کرکټ ملي لوبډله چې د دویم ځل لپاره په شل اوریزه سیالۍ کې د سریلانکا سره مخ وه، د لوبې پچه افغان لوبډلمشر محمدنبي عیسی خېل وګټله او لومړی یې سیالې لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه. د افغان لوبډلې د چټک او ځوان توپ اچوونکي فضل الحق فاروقي په غوره پیل سره د سریلانکا د سر دوه ویکټې لومړي اور کې ترلاسه کړې خو د مجیب الرحمن او محمدنبي غوره توپ اچونې له افغان لوبډلې سره لا مرسته وکړه څو سریلانکا لوبډلې یوازې ۱۰۵ منډو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړه.

د سریلانکا لوبډلې په توپوهنه کې بنوکه راجاپکسا په ۲۹ توپونو ۳۸ منډې او چمېکا کروناراتني په ۳۸ توپونو ۳۱ منډې ترسره کړې. دوی په ۱۹.۴ اورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۶ منډې هدف وټاکه. د افغان اتلې لوبډلې لخوا په توپ اچونه کې فضل الحق فاروقي د ۱۱ منډو بدل کې ۳، محمدنبي عیسی خېل د ۱۴ منډو بدل کې ۲ او مجیب الرحمن د ۲۴ منډو ۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړه.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې توپوهونکو د سریلانکا لخوا ورکړل شوی هدف د لوبې په ۱۱م اور کې یوازې د دوو ویکټو په تاوان ترلاسه کړی او د اتو ویکټو په توپیر یې بریا خپله کړه. افغان لوبډلې ته رحمان الله ګربز په ۱۸ توپونو ۴۰، حضرت الله ځاځي په ۲۸ توپونو ۳۷ ناسوځېدلې او ابراهیم ځدراڼ په ۱۳ توپونو ۱۵ منډې ترسره کړې. د سریلانکا توپ اچوونکو لخوا ونندو هسرنګا د یواځیني توپ اچوونکي په توګه د ۱۹ منډو په ورکولو یوه ویکټ ترلاسه کړه.

افغان ستوري فضل الحق فاروقي ته د هغه د غوره توپ اچونې له مخې د غوره لوبغاړي او رحمان الله ګربز ته د غوره کېچ ترلاسه کولو جایزې ورکړل شوې. د یادوونې وړ ده چې افغان کرکټ ملي لوبډله به روان اسیا جام کې خپله دویمه سیالۍ راتلونکې سه شنبه د بنګله دیش پر وړاندې ترسره کړي.