افغان اتلانو د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته د ۷۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه

افغان کرکټ ملي لوبډله نن د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې د یاد هېواد له لوبډلې سره د دریو شل اوریزه سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې مخ شوه چې په پایله کې یې اتلانو د اماراتو لوبډلې ته د ۷۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د روانې لوبلړۍ د لومړنۍ لوبې بریا یې د افغانستان په نوم کړه.
افغان اتلانو د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته د ۷۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه

افغان کرکټ ملي لوبډله نن د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې د یاد هېواد له لوبډلې سره د دریو شل اوریزه سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې مخ شوه چې په پایله کې یې اتلانو د اماراتو لوبډلې ته د ۷۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د روانې لوبلړۍ د لومړنۍ لوبې بریا یې د افغانستان په نوم کړه.

ډګر ته د دواړو لوبډلمشرانو په ښکته کېدو سره د لوبې پچه د متحده عربي اماراتو لوبډلې وګټله چې د افغان اتلانو لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ یې لومړی توپوهنې ته راوباله.

د پیل توپوهنې د ترسره کولو په موخه حضرت الله ځاځی او رحمن الله ګربز د لوبې ډګر ته راغلل او د توپوهنې ښکلی او په زړه پورې پیل یې وکړ چې حضرت الله ځاځي د یوې سترې شپږیزې او یوې څلوریزې ترسره کولو وروسته د ۱۳ منډو په اخیستو سره خپله ویکټه له لاسه ورکړه، خو رحمن الله ګربز خپلې غوره توپوهنې ته دوام ورکړ.

له حضرت الله ځاځي وروسته له رحمن الله ګربز سره د غوره ملتیا او ملګرتیا په موخه لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ د لوبې ډګر ته راغی چې له شک پرته له ګربز سره یې زړورې او په زړه پورې لوبې ته دوام ورکړ.

د رحمن الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ ملګرتیا تر ډېره دوام وکړ او تر دې چې رحمن الله ګربز پکې په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې خپله لومړنۍ سلیزه هم بشپړه کړه. رحمن الله ګربز د اوو شپږیز او اوو څلوریزو په پایله کې پر ۵۲ توپونو چټکه سلیزه ووهله او په دې سره یې په شل اوریزو سیالیو کې د خپلې لومړنۍ سلیزې ارمان هم پوره کړ.

باید وویل شي چې رحمن الله ګربز د حضرت الله ځاځي او محمد شهزاد محمدي له ۱۰۰یزو وروسته دریمه سلیزه د افغانستان په نوم ثبت کړه او دا په شل اوریزو سیالیو کې د نوموړي لومړنۍ سلیزه شوه.

له رحمن الله ګربز وروسته ځوان لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ خپلې په زړه پورې او غوره توپوهنې ته دوام ورکړ تر دې چې د لوبې په وروستي توپ له ډګره بهر شو، خو بیا یې هم د څلورو، څلوریزو او دوه شپږیزو پر مټ ۵۹ منډې وکړې او سربېره پر دې عظمت الله عمرزي هم چې له ګربز وروسته لوبغالي ته راغلی و، د افغانستان لپاره ۱۹ ناسوځېدلې منډې وکړې چې په پایله کې یې افغان اتلانو سیالې لوبډلې ته په ۲۰ اورونو کې د دریو ویکټو د غورځېدو په پایله کې د ۲۰۴ منډو هدف وټاکه.

د متحده عربي اماراتو لوبډلې د توپ اچوونکو له منځه محمد جواد الله، جنید صدیقي او عیان افضل خان یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه، خو افغان لوبغاړي یې د یوه ستر هدف له ټاکلو راونه ګرځولی شول.

له څو شېبو وروسته د متحده عربي اماراتو لوبډلې د خپلې توپوهنې پیل وکړ چې خپلې لومړۍ ویکټې یې یو په بل پسې له لاسه ورکړې او د افغان توپ اچوونکو غوره توپ اچونې ته تم نه شول چې د څلورو ویکټو په غورځېدو سره یې په ۲۰ اورنو کې ۱۳۱ منډې وکړې او له افغان اتلانو یې د ۷۲ منډو په توپیر ماتې وخوړه.

د افغانستان لپاره فضل حق فاروقي د توپ اچونې غوره پیل وکړ او دوه ویکټې یې واخیستي او ورپسې نوین الحق او قیس احمد هم یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه او د یادو سیالیو لومړۍ بریا یې د افغانستان په نوم کړه.

باید وویل شي چې د نننۍ لوبې د غوره لوبغاړي جایزه رحمن الله ګربز ترلاسه کړه چې د افغانستان په ګټه یې د ۲۰۳ منډو له منځه ۱۰۰ منډې کړې وې.

 د یادونې وړ ده چې د افغانستان او متحده عربي اماراتو لوبډلو ترمنځ د شل اوریزې لوبلړۍ دویمه لوبه به د راتلونکې یکشنبې په ورځ (د روان ۲۰۲۳م کال، د دسمبر ۳۱مه) د دواړو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.