افغانستان پاکستان ته تاریخي ماتې ورکړه

افغان اتلانو د محمدنبي د بهترینې هر اړخیزې کارګردګۍ پر مټ پاکستان ته د روانې لوبلړۍ په لومړۍ سیالۍ کې د ۶ ویکټو په توپیر سره تاریخي ماتې ورکړه. دا لومړنی ځل دی چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په نړیوال کرکټ کې پاکستان ته ماتې ورکوي.
افغانستان پاکستان ته تاریخي ماتې ورکړه

افغان اتلانو د محمدنبي د بهترینې هر اړخیزې کارګردګۍ پر مټ پاکستان ته د روانې لوبلړۍ په لومړۍ سیالۍ کې د ۶ ویکټو په توپیر سره تاریخي ماتې ورکړه. دا لومړنی ځل دی چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په نړیوال کرکټ کې پاکستان ته ماتې ورکوي.

د پاکستان لوبډلمشر شاداب خان د یادې سیالۍ پچه وګټله او لومړی یې خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه چې د افغان توپ اچوونکو د غوره توپ اچونې پر مټ یې یوازې ۹۲ منډې ترسره کړې او د ۹۳ منډو هدف یې وټاکه. د یادې لوبډلې په ګټه عماد وسیم ۱۸ او صایم ایوب ۱۷ منډې ترلاسه کړې.

باید ووایو چې د افغانستان په ګټه مجیب الرحمن، محمدنبي او فضل الحق فاروقي هر یوه ۲، راشدخان، عظمت الله عمرزي او نوین الحق یو-یو لوبغاړی د لوبې له ډګره بهر کړی.

د پاکستان له لوري ټاکل شوي هدف پسې که څه هم افغان ملي لوبډلې خپلې لومړۍ څلور ویکټې ژر له لاسه ورکړې خو د محمد نبي او نجیب الله ځدراڼ د ۵۳ منډو ملګرتیا پر مټ یې یاد هدف د لوبې ۱۸م اور کې ترلاسه کړی او د ۶ ویکټو په توپیر یې بریا خپله کړه.

د افغانستان له لوري محمد نبي ۳۸ ناسوځېدلې، نجیب الله ځدراڼ ۱۷ ناسوځېدلې او رحمن الله ګربز ۱۶ منډې ترسره کړې. بلخوا د پاکستان له لوري احسان الله ۲، عماد وسیم او نسیم شاه هر ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه.

د افغانستان ملي لوبډلې پیاوړی الراونډر محمد نبي عیسی خېل د ۳۸ منډو او ۲ ویکټو په ترلاسه کولو سره د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادوونې وړ ده چې افغان اتلان به د پاکستان پر وړاندې خپله دویمه سیالۍ راتلونکې یکشنبه د شپې ۸:۳۰ بجې ترسره کړي.