افغانستان بنګله دېش ته د اوو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ دریمه یو ورځنۍ لوبه د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې په بریا پای ته ورسېده. افغان لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې د بهترینې توپ اچونې او ډګر ساتنې پر مټ لومړی بنګله دېش لوبډله تر ۱۹۲ ایساره کړه او بیا یې د رحمن الله ګربز، رحمت شاه زرمتي او ریاض حسن په بهترینې توپوهنې سره یاد هدف د دریو لوبغاړو په زیان ترلاسه کړ او روانه لوبلړۍ یې په بریا سره پای ته ورسوله.

د نننۍ لوبې پچه بنګله دېش وګټله او خپله یې توپوهنه غوره کړه. بنګله دېش لوبډلې په ۴۶.۵ اورونو کې د لسو ویکټو په زیان یوازې ۱۹۲ منډې وکړې او افغان لوبډلې ته یې د ۱۹۳ منډو هدف وټاکه. د بنګله دېش په توپوهوونکو کې لیټن ډاس ۸۶، شکېب الحسن ۳۰ او محمد الله ۲۹ ناسوځېدلې منډې وکړې؛ خو نور توپوهوونکي یې د افغان توپ اچوونکو پر وړاندې ډېر تم نه شول.

په افغان توپ اچوونکو کې راشد خان ۳، محمد نبي ۲، فضل الحق فاروقي او عظمت الله عمرزي ۱ـ۱ ویکټ واخیسته. راشد خان نن وکړای شول چې په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې د خپلو ویکټو شمېر ۱۵۰ ته ورسوي. خان په نړۍ کې درېیم توپ اچوونکی شو، چې په ۸۰ یو ورځنیو لوبو کې ۱۵۰ چټکې ویکټې اخلي.

کله چې افغان توپوهوونکي توپوهنې ته راغلل، نو د ملي لوبډلې دواړو پیلیزو توپوهوونکو رحمن الله ګربز او ریاض حسن تر ۷۹ منډو ملګرتیا وکړه؛ خو ریاض حسن د ۳۵ منډو جوړولو وروسته یې خپله ویکټ له لاسه ورکړه. له رحمن الله ګربز سره رحمت شاه ملګرتیا وغځوله او د ۱۰۰ منډو ملګرتیا یې ورسره وکړه؛ رحمت شاه هم د ۴۷ منډو جوړولو وروسته ګربز پرېښود. له ګربز سره د ملګرتیا د غځولو لپاره لوبډلمشر حشمت الله شهیدي راغی، خو له دوو منډو جوړولو وروسته بېرته پویلین ته ستون شو.

د حشمت الله شهیدي د ویکټې پرېوتو وروسته نجیب الله ځدراڼ د ګربز ملګرتیا ته راغی او په ۴۰.۱ اورونو کې یې د بنګله دېش له لوري ورکړل شوی هدف پوره کړ. په نننۍ لوبه کې رحمن الله ګربز ۱۰۶ ناسوځېدلې منډې وکړې او دا یې په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې درېیمه سلیزه شوه. د بنګله دېش په توپ اچوونکو کې یوازې مهدي حسن میراز ۲ او شکېب الحسن ۱ د یوه افغان لوبغاړي په اوټ کېدو بریالي شول. د دې لوبې غوره لوبغاړی رحمن الله ګربز و چې د ملي لوبډلې په ګټه یې ۱۰۶ ناسوځېدلې منډې کړې وې.

افغان لوبډله د بنګله دېش سره د شل اوریزو نړیوالو لوبو لوبلړۍ د راتلونکې مارچ میاشتې په ۳ مه او ۵مه تر سره کوي.