افغان اتلانو په لومړۍ یو ورځنۍ نړیواله لوبه کې بنګله دېش ته ستره ماتې ورکړه
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 06 Nov 2024
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د درې نړیوالو یو روځنیو سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې له یوې خورا هر اړخیزې لوبې وروسته سیالې بنګله دېش لوبډلې ته د ۹۲ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه او په روانه لوبلړۍ کې ۱-۰ مخکېوالی ترلاسه کړ.
افغان لوبډلې د دغې لوبې پچه وګټله او په خپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. افغان لوبډلې ښه پیل ونکړ او په لومړیو ۲۰ اورونو کې یې د ۷۱ منډو په بدل کې خپل ۵ لوبغاړي له لاسه ورکړل، خو محمد نبي او لوبډلمشر حشمت الله شهیدي خورا ښه توپوهنه وکړه او د شپږمې ویکټې لپاره یې د ۱۰۴ منډو ملګرتیا وکړه.
د افغان لوبډلې په ګټه محمد نبي ۸۴ منډې جوړې کړې. دا په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې د نوموړي ۱۷مه نیمه سلیزه وه او دغه راز یې په یو ورځنیو سیالیو کې خپلې ۳۵۰۰ منډې هم بشپړې کړې او له رحمت شاه وروسته یوازې دویم افغان لوبغاړی شو چې په یو ورځنیو سیالیو کې دغه کارنامه په خپل نوم ثبتوي.
د نوموړي ترڅنګ لوبډلمشر حشمت الله شهیدي په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې خپله ۲۲مه نیمه سلیزه جوړه کړه او له ۵۲ مهمو منډو جوړولو وروسته یې خپله ویکټ له لاسه ورکړه. د نوموړي ترڅنګ ځوان تکړه لوبغاړي ننګیال خروټي هم په مهم وخت کې ښه توپوهنه وکړه او د افغان لوبډلې په ګټه یې ۲۷ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې. د دغو افغان لوبغاړو د غوره توپوهنې پرمټ افغان لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ټولو لوبغاړو په زیان سره ۲۳۵ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۳۶ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د دغې لوبې په دویمه پاڼۍ کې د خپلو ۲۳۵ منډو په دفاع کې ښه پیل وکړ او د سیالې لوبډلې لومړی لوبغاړی یې په ۱۲ منډو له ډګره بهر کړ، خو دوه نورو سیالو لوبغاړو ښه توپوهنه وکړه او په ۲۰ اورونو کې یې خپلې منډې له ۱۰۰ واړولې. سیالې لوبډلې په ۲۵ اورونو کې د خپلو دوه لوبغاړو په زیان ۱۲۰ منډې درلودې او د افغان لوبډلې په هدف پسې خورا ښه روانه وه، خو لوبې خپله بڼه یو دم واړوله او افغان لوبغاړو پاتې ۸ سیال لوبغاړي په نورو ۹ اورونو کې یوازې د ۲۳ نورو منډو په بدل کې له ډګر بهر کړل.
سیالې لوبډلې په ۳۴.۳ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي په ۱۴۳ منډو له لاسه ورکړل او د ۹۲ منډو په توپیر له سترې ماتې سره مخ شوه. د افغان لوبډلې په ګټه تکړه ښي لاسي ورو توپ اچوونکي محمد غضنفر په دغه لوبه کې بهترینه توپ اچونه وکړه او ۶ ویکټې یې ترلاسه کړې چې له امله یې د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو. د نوموړي ترڅنګ راشد خان هم ښه وځلېد او دوه سیال لوبغاړي یې له ډګره بهر کړل. دغه راز محمد نبي او عظمت الله عمرزي هم یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه او د افغان لوبډلې په بریا کې یې مهمه ونډه درلوده.
د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ په دغه لوبلړۍ کې سبا او بل سبا وقفه ده او د دواړو لوبډلو ترمنځ به د لوبلړۍ دویمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه د راتلونکې شنبې په ورځ په همدې شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.