احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالۍ پیلیږي
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 01 Oct 2022

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ اړوند پنځم پړاو احمد شاه ابدالي فرسټ سیالۍ د روانې اکټوبر میاشتې په اتمه نېټه پیلیږي. په دغو سیالیو کې د هېواد د ۵ زونونو منتخبې لوبډلې برخه لري چې په خوست او ننګرهار ولایتونو کې به د یو بل پر وړاندې لوبې ترسره کړي.
د احمدشاه ابدالي څلور ورځنیو فرسټ کلاس سیالیو په ترڅ کې به ټولې ۱۱ سیالۍ وشي چې څه باندې یوه میاشت به دوام وکړي او د راتلونکې نومبر میاشتې پر ۱۱مه نېټه به پای ته ورسیږي. خوست کرکټ لوبغالی به د یادو سیالیو د پایلوبې په ګډون د شپږو سیالیو کوربهتوب په غاړه ولري، په داسې حال کې چې د لومړۍ مرحلې ۵ لوبې به د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.
د تېر کال اتله د بندامیر زون لوبډله به د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د خوست ولایت په کرکټ لوبغالي کې د مس عینک پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي، دغه راز به د دغو سیالیو په دویمه لوبه کې د سپین غر زون لوبډله د امو زون له لوبډلې سره د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان لوبغالي کې مخ شي.
احمدشاه ابدالي څلور ورځنۍ سیالۍ د افغانستان د کورني کرکټ له مهمو سیالیو ګڼل کیږي، چې په هېواد کې د کرکټ لوبې او لوبغاړو په پرمختګ او ظرفیت لوړونه کې ستر رول لوبوي. د یادونې وړ ده چې دا په روان کال کې د افغانستان کرکټ بورډ له لوري له میرویس نیکه درې ورځنیو سیالیو وروسته د اوږدې بڼې دویم ټورنمنټ دی چې ترسره کیږي چې له پای ته رسېدو وروسته به یې د زونونو په کچه د غازي امان الله خان یو ورځنۍ سیالۍ د نومبر میاشتې په وروستیو کې پیل شي.