د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سياليو د دريم پړاو دويمه برخه پيلېږي

د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس يا څلور ورځنيو سیاليو د دريم پړاو دويمه برخه سيالۍ د نومبر په ۲۷مه نېټه پيلېږي، چې د پنځه زونونو لوبډلې په کې ګډون لري.
د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سياليو د دريم پړاو دويمه برخه پيلېږي

په دغه سياليو کې د سپين غر، امو، مس عينک، بوست او بند امير زونونو لوبډلې ګډون لري، چې د ننګرهار په غازي امان الله خان او خوست لوبغالي کې به سهار ۹ بجې پيلېږي. د دريم پړاو فرسټ کلاس سياليو لومړۍ برخه د روان کال د اپريل په مياشت کې ترسره شوې وه، چې دويمه برخه به يې د نومبر په ۲۷مه نېټه پيل او تر ۲۴م دسمبر پورې به دوام وکړي. د لوبډلو نوملړونه: امو زون: زاهد زاخېل، جاوېد احمدي (لوبډلمشر)، عبدالباسط، عبدالمالک، خالد زاهدي، محب اورياخېل، حيات الله، حاجي مراد (ويکټ ساتونکی)، ميروېس اشرف، شرف الدين اشرف (مرستيال لوبډلمشر)، سليم، واسع، زهېب، دولت ځدراڼ، ظاهر او يحيی خان بند امير زون: حشمت الله شهيدي (لوبډلمشر)، ضيا الحق پرواني (مرستيال لوبډلمشر)، عثمان غني، امان رفيقي، ميروېس ځاځی، محمد سردار (ويکټ ساتونکی)، نثار وحدت، يونس احمدزی، نور الحق، امير حمزه، فرمان الله، عبدالله عادل، عمران جنت، صديق فرهاد، شمس الرحمن، کریم جنت بوست زون: نصيب شېردلي، ناصر جمال (لوبډلمشر)، منير احمد (ويکټ ساتونکی او مرستيال لوبډلمشر)، قدرت الله، ابراهيم، توريالی، ظاهر پټان، وقار الله، مسلم موسی، عبدالباقی، محمد عالم، نويد زابلی، دستګير، سيد شېرزاد، سمیع الله شینواری، عبدالله تره خېل مس عينک زون: رحمت شاه (لوبډلمشر)، اسد خان، نويد عبېد، رحيم منګل، شاهد کمال (مرستيال لوبډلمشر)، غمی ځدراڼ، رحمت سهاک، باختر اتل، صدام منګل، احسان منګل، اجمل ځاځی (ويکټ ساتونکی)، فضل نیازی، ناصر توتاخېل، نواز خان، یوسف ځاځی، ضیا شريفي سپين غر زون: نجيب تره کی، تميم سرخرودي، شفيق الله شفق (لوبډلمشر او ويکټ ساتونکی)، حنيف کونړی، دروېش رسولي، بهير شاه، زاهدالله، پروېز ملکزی، زاهد خان، طاهر عادل، طارق ستانکزی، عظمت الله عمرزی (مرستيال لوبډلمشر)، ظاهر شېرزاد، فريد ملک، وفادار مومند

د یادولو وړ ده چې هغه شمېر لوبغاړي چې اوسمهال د ویسټ انډیز پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې لپاره غوره شوي، د یادې لوبې له پای ته رسېدو سره به هغوی هم د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو کې ګډون وکړي.