د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو لپاره لوبډلې په ډاګه شوې

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې له لوري نن د احمدشاه ابدالي څلور ورځنیو (فرسټ کلاس) سیالیو لپاره د څلور واړه لوبډلو نوملړونه وټاکل شوه. یادې سیالۍ د روانې اګست له ۱۰مې د سپټمبر تر ۱۶مې د خوست او ننګرهار په کوربه توب ترسره کیږي.
د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو لپاره لوبډلې په ډاګه شوې

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې له لوري نن د احمدشاه ابدالي څلور ورځنیو (فرسټ کلاس) سیالیو لپاره د څلور واړه لوبډلو نوملړونه وټاکل شوه. یادې سیالۍ د روانې اګست له ۱۰مې د سپټمبر تر ۱۶مې د خوست او ننګرهار په کوربه توب ترسره کیږي.

د دغو سیالیو لپاره د څلورو ګډون کوونکو لوبډلو نوملړونه په لاندې ډول دي:

پامیر لیجنډز: یمین احمدزی (لوبډلمشر)، الله نور ناصري (مرستیال لوبډلمشر)، عبدالمجید عالم (ویکټ ساتونکی)، افسر ځاځی (ویکټ ساتونکی)، نورعلي ځدراڼ، صدیق اتل، عزت نور، جان محمد، حیات الله ناصري، اعجاز احمد، شمس الرحمن، عبدالله تره خېل، خلیل ګربز، عظیم عادل، محب الله زرمتی، یوسف ځاځی، سید خان او نوید زابلی.

میوند اتلان: ناصر جمال (لوبډلمشر)، اصف موسی زی (مرستیال لوبډلمشر)، محمد شهزاد (ویکټ ساتونکی)، عبدالهادي (ویکټ ساتونکی). نور الرحمن، عمران میر، جاوید احمدزی، جاوید سلیمانخېل، اسلام ځاځی، اعجاز احمدزی، محمد ریاض، جمشېد خان، عرب ګل مومند، ذهیب زمانخېل، محمد ابراهیم، مجیب ځدراڼ، نسیم منګل او ظاهر خان.

ماهیپر ستوري: سمیع الله شینواری (لوبډلمشر)، عبدالمالک (مرستیال لوبډلمشر)، محمد اسحاق (ویکټ ساتونکی)، بارکزی ناصري (ویکټ ساتونکی)، نثار وحدت، سبحان زاخېل، رحمن الله ځدراڼ، ایمل شاهین، عبدالله ځدران، فرمان الله ساپی، بابر خان، دولت ځدراڼ، عبدالباقي، محمدالله لوګری، فیصل احمدزی، بلال سمیع او نعمت متونوال. 

هندوکش سټرایکرز: بهیرشاه محبوب ( لوبډلمشر)، یوسف شاه (مرستیال لوبډلمشر او ویکټ ساتونکی)، خالد احمدزی (ویکټ ساتونکی)، شبیر نوري، اصغر اتل، شوکت زمان، برکت الله ابراهیمزی، بلال ترین، ننګیالی خروټی، طاهر عادل، رفیع الله صادق، افتاب عالم، حمزه هوتک، احمدضیاء ځلاند، ضیاء الرحمن شریفي، نوید ځدراڼ او کامل کاکړ.

د یادونې وړ ده په یادو څلورو لوبدلو کې هغه لوبغاړي ځای پر ځای شوې چې د غوره کارګردګۍ سره سره یې د یو-یو ازموینه کې بریالیتوب موندلی دی.