افتاب عالم له یو کال لوبیز بندیز وروسته له لوبډلې سره یوځای شو

افتاب عالم د ۲۰۱۹کال یو ورځنیو لوبو په نړیوال جام سیالیو کې د انضباطي سرغړونې له امله د ډسپلین کمېټې له لوري له یوه کال بندیز سره مخ شوی و چې اوسمهال د یوه کال له پوره کېدو وروسته د یادې کمېټې د پرېکړې پر بنسټ په لوبو او تمریناتي کمپونو کې ګډون کولی شي.
افتاب عالم له یو کال لوبیز بندیز وروسته له لوبډلې سره یوځای شو

د افغانستان کرکټ بورډ د ډسپلین یا انضباط کمېټې له یوه کلن لوبیز بندیز وروسته ملي لوبغاړي افتاب عالم ته د لوبې کولو اجازه ورکړه چې په پایله کې یې نوموړی له لوبډلې سره یوځای او د روان یو میاشتني تمریناتي کمپ برخه وګرځېده.

افتاب عالم د ۲۰۱۹کال یو ورځنیو لوبو په نړیوال جام سیالیو کې د انضباطي سرغړونې له امله د ډسپلین کمېټې له لوري له یوه کال بندیز سره مخ شوی و چې اوسمهال د یوه کال له پوره کېدو وروسته د یادې کمېټې د پرېکړې پر بنسټ په لوبو او تمریناتي کمپونو کې ګډون کولی شي.

د ډسپلین کمېټې په پرېکړه کې راغلي: ((د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام سیالیو په په ترڅ کې د ملي لوبډلې لوبغاړی افتاب عالم د ډسېپلېني سرغړونې له امله د افغانستان کرکټ بورډ د نظم او ډسېپلین کمېټې له لوري د همدې کال د جون میاشتې څخه د یوکلن لوبیز بندیز سره مخ شوی و چې اوسمهال یې د بندیز نېټه پای ته رسیږي نو له دې وروسته نوموړی لوبغاړی کولی شي چې د وړتیا په ښودلو سره د افغانستان کرکټ بورډ په رسمي سیالیو او روزنیزو کمپونو کې برخه واخلي.))

باید وویل شي چې نوموړي د انضباط او ډسپلین له کمېټې سره تعهد او ژمنه کړې چې له دې وروسته به هیڅکله هم د انضباط کمېټې د اصولو خلاف عمل نه ترسره کوي، له هغه پرته ځان هر ډول پرېکړې ته مسوول بولي.

د یادولو ده چې افتاب عالم د ملي لوبډلې چټک توپ اچونکی دی چې اوسمهال د یوه کال لوبیز بندیز وروسته د ادارې د پرېکړې پر بنسټ د ملي لوبډلې په یوه میاشتني تمریناتي کمپ کې ګډون کوي.