افغانستان د څلورو لوبو په ګټلو سره له زمبابوې د یو ورځنیو لوبو لړۍ وګټله

د عزیزي بانک کپ په ترڅ پنځمه یو ورځنۍ لوبه افغانستان په ۱۴۶ منډو وګټله او دغسې د ۵ لوبو دغه لړۍ د یوې لوبې پر وړاندې د څلورو لوبو په ګټلو سره په جوت توپیر وګټله.
افغانستان د څلورو لوبو په ګټلو سره له زمبابوې د یو ورځنیو لوبو لړۍ وګټله

د عزیزي بانک کپ په ترڅ پنځمه یو ورځنۍ لوبه افغانستان په ۱۴۶ منډو وګټله او دغسې د ۵ لوبو دغه لړۍ د یوې لوبې پر وړاندې د څلورو لوبو په ګټلو سره په جوت توپیر وګټله.

د ننۍ لوبې پچه افغانستان وکړه او پریکړه یې وکړه چې ړومبی به خپله توپ وهنه کوي. د افغانستان پیلوونکې جوړې محمد شهزاد او جاوید احمدي اوږده ملګرتیا ونه کړه او شهزاد ایله په دوو منډو خپله ویکټه له لاسه ورکړه. خو ورپسې، جاوید احمدي او رحمت شاه د خپلې پاڼۍ تر ټولو اوږده ملګرتیا وکړه او دواړو نیمه سلیزې وکړې چې احمدي په خپل نامه ۷۶ او رحمت شاه په خپل نامه ۵۹ منډې ثبت کړې. تر دوی وروسته راشد خان او شرف الدین شرف هغه دوه لوبغاړي وو چې تر لسو یې منډې واړولی شرف الدین د ۲۱ منډو تر جوړولو وسوځید او راشد د ۴۳ چټکو منډو تر جوړولو وسوځید، او مجیب ځدران پرته د کومې منډو تر جولو ناسوځیدلی لاړ، په نورو لوبغاړ کې لوبډلمشر اصغر ستانکزی ۲ ناصر جمال ۷ سمیع الله شینواري ۵ او محمد نبي ۹ منډې وکړې او دغسې افغانستان په پوره ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو ۲۴۱ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې ۲۴۲ منډې هدف وټاکه. د زمابوې له توپ وهونو دوه ویکټی چتارا، ۲ مرزباني ، ۲ سکندر رضا ، یو کریمر ، او یو چسورو واخسته او یو لوبغاړی هم رڼ اوټ شو.

د زمبابوې لومړۍ جوړې هم ښه ملګرتیا ونکړه او په ټولیز ډول په ۱۷ منډو لومړی لوبغاړی مسکډزا د ۷ منډو تر جوړولو وروسته د ناصر جمال په ګزار سره رن اوټ شو. ورپسې بل پیلونکی توپ وهونکی مسکنډا د ۱۱ منډو تر جوړولو وروسته د شاپور ځدران په توپ وسوځيد. برینډن ټیلر او کریګ اروین لږ څه ښه ملګرتیا وکړه خو ټيلر ۲۷ منډې کړې وې چې شرف الدین اشرف ایل، بي، ډبلیو وسوځو او دغه ملګرتیا یې ماته کړه.ورپسې سکندر رضا هم د اشرف په توپ د یوې منډې تر جوړولو وروسته بولډ اوټ شو. همدا راز والر د محمد نبي په توپ پرته د کومې منډې تر جوړولو سوځید ، په ورپسې توپ سولمن مایر په صفروسوځید او نبي هیټرک ته برابر شو خوپرې ونه توانید. کریګ اروین له مخکینیو توپ وهونکو ښه وځلید هغه ۳۴ منډې وکړې خو مجیب ځدران بولډ اوټ کړ. لوبډلمشر ګریم کریمر هم د ۸ منډو تر جوړولو وروسته د راشد خان په بال ایل، بي، ډبیلو اوټ شو، چتارا هم د راشد په توپ د رحمت شاه په لاس کیچ اوټ شو هغه کومه منډه نه وه کړې، وروستی اولسم لوبغاړی مزرباني هم د راشد له خوا په صفر اوټ شو. دغسې د زمبابوې ټوله لوبډله ۳۳ اور کې په ۹۵ منډو وسوځیده او افغانستان دا لوبه ۱۴۶ منډو وګټله.

شرف الدین اشرف چې ۲ ارزښتناکې ویکټې یې اخستې وې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. او د لړۍ غوره لوبغاړی راشد خان ونومول شو. همدا راز راشد خان په لړۍ کې د ۱۶ ویکټو په اخستوبهترین توپ اچونکی راغی او ددویمې درجې لرونکو هیوادونو د بهترین توپ اچونکي جایزه یې واخسته، او رحمت شاه د ۲۷۲ منډو په جوړولو سره د لړۍ غوره توپ وهونکی و.