افغان نوولس کلنه کرکټ ملي لوبډله په درې اړخیزه لوبلړۍ کې ګډون کوي
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 31 Jul 2024
د افغانستان نوولس کلنه کم عمره کرکټ ملي لوبډله د روان کال په نومبر میاشت کې د پاکستان او متحده عربي اماراتو د نوولس کلنو کم عمره لوبډلو ترڅنګ په درې اړخیزه لوبلړۍ کې ګډون کوي. دا سیالۍ به د نومبر میاشتې په ۱۳مه نېټه پیل شي او د همدې میاشتې تر ۲۶مې نېټې پورې به په متحده عربي اماراتو کې دوام وکړي.
دغه سیالۍ د نوولس کلنو لوبغاړو د ۲۰۲۴م کال د اسیا جام سیالیو لپاره د غوره چمتووالي په موخه ترسره کېږي، چې په ترڅ کې به یې هره لوبډله د بلې پر وړاندې دوه ځلې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي. افغان لوبډله به په دې لوبلړۍ کې څلور لوبې ترسره کړي، چې خپله لومړۍ لوبه به د نومبر میاشتې په ۱۵مه نېټه د پاکستان پر وړاندې وکړي.
افغان ځوانان به خپله دویمه لوبه د نومبر میاشتې په ۱۷مه نېټه د متحده عربي اماراتو پر وړاندې ترسره کړي. د نومبر میاشتې په ۱۹مه نېټه به افغان لوبډله یو ځل بیا د پاکستان پر وړاندې ولوبېږي او د همدې میاشتې په ۲۱مه نېټه به په لومړي پړاو کې د خپلې وروستۍ لوبې په موخه د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
د یادې درې اړخیزې لوبلړۍ پایلوبه به د نومبر میاشتې په ۲۶مه نېټه د لومړي پړاو د دوه مخکښو لوبډلو ترمنځ ترسره شي. د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو لوبډلو ترمنځ د یادې درې اړخیزې لوبلړۍ او د نوولس کلنو لوبغاړو د اسیا جام سیالیو لپاره لوبغالي لا تر اوسه ندي مشخص شوي، چې له ټاکل کېدو وروسته به یې اړوند جزیات له رسنیو سره شریک شي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس ښاغلي نصیب خان په دې اړه خپله خوښي څرګنده کړه او وویل: "موږ خوښ یو چې د پاکستان او متحده عربي اماراتو پر وړاندې د نوولس کلنو لوبغاړو په درې اړخیزو سیالیو کې ګډون کوو. دا لوبلړۍ به زموږ په ځوانو لوبغاړو کې له پیاوړو لوبډلو سره د مقابلې او سترو سیالیو کې د لوبېدو روحیه غښتلې کړي."
نوموړي زیاته کړه: "زموږ نوولس کلن ځوانان اوسمهال زموږ له پلانونو سره سم په خپلو تمریناتو بوخت دي، ترڅو د نوولس کلنو لوبغاړو د اسیا جام سیالیو ترڅنګ راتلونکو سترو سیالیو ته چمتو شي. دغه درې اړخیزه لوبلړۍ د دوی لپاره خورا ښه فرصت دی او له دوی سره به مرسته وکړي چې په راتلونکي کې د سترو سیالیو لپاره په بشپړه توګه چمتو شي."
د درې اړخیزې لوبلړۍ په ترڅ کې د افغان لوبډلې د سیالیو مهالوېش:
نېټه: |
لوبه |
د نومبر ۱۵مه نېټه: |
افغانستان د پاکستان پر وړاندې |
د نومبر ۱۷مه نېټه: |
افغانستان د متحده عربي اماراتو پر وړاندې |
د نومبر ۱۹مه نېټه: |
افغانستان د پاکستان پر وړاندې |
د نومبر ۲۱مه نېټه: |
افغانستان د متحده عربي اماراتو پر وړاندې |
د نومبر ۲۶مه نېټه: |
وروستۍ پایلوبه |
د یادونې وړ ده چې افغان نوولس کلنو ځوانانو له دې وړاندې د یاد عمر لرونکو تېر نړیوال جام سیالیو له پیلېدو مخکې د سویلي افریقا او هندوستان لوبډلو پر وړاندې او دغه راز له هغه وړاندې د سریلانکا او بنګله دېش لوبډلو پر وړاندې په درې اړخیزو لوبلړیو کې ګډون کړی وو.