د کرکټ بورډ عمومي رییس له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې ته یو میلیون افغانۍ جایزه اعلان کړه

نن د افغانستان له نولس کلنو کم عمره ملي لوبډله بنګله دېش ته د ځوانانو په ټېسټ لوبه کې له ماتې ورکولو وروسته هېواد ته راستنه شوه او د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د رهبرۍ له لورې ورته ستاینغونډه ترسره شوه، چې د غونډې په ترڅ کې د دغې ادارې عمومي رییس ښاغلي عزیزالله فضلي له لوري لوبډلې سره د ډالۍ په توګه د یو میلیون افغانیو د ورکړې ژمنه وشوه.

په یاده غونډه کې چې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي عزیزالله فضلي او سرپرست اجرایوي رییس ښاغلي نصیب خان ترڅنګ د کرکټ بورډ د بېلابېلو څانګو مسؤلینو ګډون درلود، د مشرتابه له لوري د نولس کلنې لوبډلې ته ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د دوی د وروستیو بریاوو قدرداني وشوه.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي عزیزالله فضلي خپلو خبرو کې دغې لوبډلې ته د ډالۍ په توګه د یو میلیون افغانیو د ورکولو ژمنې ترڅنګ زیاته کړه چې یاده لوبډله یې د سیاسي تحولاتو، کرونایي، اقتصادي او مالي ستونزو سربېره د بنګله دېش هېواد ته واستوله او یاده لوبډله د دې هر څه سربېره بیا هم ډک لاس هېواد ته راستانه شوه.
ښاغلي فضلي زیاته کړه، موږ هڅه کوو چې د افغان نولس کلنو ځوانانو لوبډلې ته د ډېر کرکټ زمینه رامنځ ته کړو او راتلونکې اسیایی او نړیوال جام لپاره به یادې لوبډلې ته منظم پلانونه او تمریناتي کمپونه چمتو کړو، ترڅو افغان لوبډله په دغو سترو سیالیو کې افغانستان ته بریاوې ورنصیب کړي. 
غونډې ته د افغانستان کرکټ بورډ سرپرست اجرایوي رییس ښاغلي نصیب خان هم وینا وکړه، هغه د خوشحالۍ څرګندلو ترڅنګ زیاته کړه، د یو ځوان په توګه ستاسو بریاوې ستایم، زه به تل د یو ځوان ورور په توګه ستاسو په خدمت کې یم او تاسو ته به لازمې اسانتیاوو برابرولو کې په جدیت او صادقانه خدمت وکړم ترڅو ستاسو د همدې بریاوو لړۍ جاري وساتل شي.
د نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې مرستیال روزونکي سیدالرحمن احمدزي او د دغې لوبډلې لوبډلمشر اعجار احمد هر یو په خپل وار د افغانستان کرکټ بورډ د ادارې له مشرتابه مننه وکړه چې په سختو شرایطو کې یی دوی ته د بنګله دېش  د تګ زمینه برابره کړه او دوی یې د لوبو ترسره کولو لپاره یاد هېواد ته واستول او په دوامداره توګه یی له دوی سره تشویقي اړیکه درلوده.
د یادونې وړ ده، د افغانستان نولس کلنو کم عمره لوبډلې ددې سفر په لړ کې د کوربه هېواد بنګله دېش نولس کلنو کم عمره لوبډلې ته په دوو پنځوس اوریزو او د ځوانانو په کچه یوې ټېسټ لوبه کې ماتې ورکړه.