د ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلو نړيوال جام ته افغان لوبډله اعلان شوه

د راتلونکي ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام ته د افغانستان ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو ۱۵ کسيزه لوبډله د فرهان زاخېل په لوبډلمشرۍ کې اعلان شوه.
د ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلو نړيوال جام ته افغان لوبډله اعلان شوه

د راتلونکي ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام ته د افغانستان ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو ۱۵ کسيزه لوبډله د فرهان زاخېل په لوبډلمشرۍ کې اعلان شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې د کرکټ نړيوالې شورا د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو راتلونکي نړيوال جام، چې د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په مياشت کې سويلي افريقا هېواد کې پيلېږي، د افغان لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.

د غوراوي کمېټې د مسوولينو په وينا، چې ياد لوبغاړي يې ټول د دوی کارکردګۍ او وړتيا ته په کتلو غوره کړي دي، تر څو د ۱۹ کلنو په راتلونکي نړيوال جام کې د افغانستان لپاره ښه وځلېږي او د هېواد لپاره وياړونه راوړي.

د افغانستان ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو ۱۵ کسيز نوملړ کې لاندې کسان شامل دي:

فرهان زاخېل (لوبډلمشر)، صديق اتل، رحمن الله ځدراڼ، ابراهيم ځدراڼ، اسحاق محمدي، نور احمد، شفيق الله غفاري، جمشېد مير علي خېل، عبدالرحمن، عابد تڼی، فضل حق، عمران مير، ظهېب زمانخېل، اصف موسی زی او عابد محمدي.

همدا راز سميع سالارزی، مجيد عالم، عارف خان، اسلام ځاځی او احسان مندوزی د احتياطي يا ريزرف لوبغاړو په توګه غوره شوي دي.

د يادولو ده چې د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۱۷مه نېټه پيلېږي او د فبرورۍ تر ۹مې نېټې پورې به دوام وکړي. دغه سيالۍ چې يو ورځنۍ دي د سويلي افريقا په کوربه توب ترسره کېږي.

افغان لوبډله په ډي ګروپ کې شامله ده، چې په دغه ګروپ کې به د جنورۍ په ۱۷مه له سويلي افريقا، د جنورۍ په ۲۲مه له متحده عربي اماراتو او د جنورۍ په ۲۴مه له کاناډا لوبډلې سره مخامخ شي.