د هندوستان پر وړاندې له ۱۹ کلنو د کم عمره افغان لوبډلې نوملړ اعلان شو

له ۱۹ کلنو کم عمره افغان لوبډله به د روانې نومبر میاشتې په ۱۷مه نېټه د هندوستان پر لوري وخوځیږي او د یاد هېواد د اتار پرادېش ایالت په لکنو ښار کې به د هندوستان له ۱۹ کلنو د کم عمره لوبډلې پر وړاندې پنځه یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي.

د یو ورځنیو لوبو دغه لوبلړۍ د روانې نومبر میاشتې په ۲۲مه نېټه پیلیږي چې د همدې میاشتې تر ۳۰مې نېټې پورې به دوام ومومي چې د دغو لوبو لپاره د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوی کمېټې له لوري لاندې ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان شوې ده.

په یادو لوبغاړو کې فرهان ذاخېل، صدیق اتل، رحمن الله ځدراڼ، اسلام ځاځی، اسحاق محمدي، نوراحمد، شفيع، جمشېد، عبدالرحمن، عابد تڼی، فضل حق، عمران میر، عارف خان، اصف موسی زی، عابد محمدي شامل دي.

همدارنګه سمیع سالارزی، مجید عالم او ظهیب بیا د همدې لوبډلې د احتیاطي لوبغاړو په نوملړ کې شامل دي.

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر انډي مولز د لوبغاړو د غوراوي په اړه وویل: ((هیله لرم ټول لوبغاړي د هندوستان له ۱۹ کلنو د کم عمره لوبغاړو پر وړاندې ښه وځلیږي، ځکه د راتلونکي زېږدیز کال په پیل کې له ۱۹ کلنو د کم عمره لوبغاړو نړیوال جام هم راروان دی او د دغو لوبو لپاره دغه یو ښه چمتووالی دی او له دغو لوبو به ځوان لوبغاړي د نړیوال جام لوبو ته غوره شي.))

د دغې لوبلړۍ لومړۍ لوبه د نومبر په ۲۲مه، دویمه په ۲۴، دریمه لوبه په ۲۶مه، څلورمه هغه په ۲۸ او وروستۍ لوبه هم د همدې میاشتې په ۳۰مه نېټه د هندوستان د اترا پرادېش ایالت په لکنو ښار کې ترسره کېږي.