افغان ۱۹ کلنې کم عمره لوبډلې د هندوستان لوبډله په دوه ويکټو ماته کړه

د افغانستان او هندوستان د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو ترمنځ د پنځو يو ورځنيو لوبو لوبلړۍ وروستۍ لوبه نن د هند د لکنو ښار په ايکانا ب لوبغالي کې وشوه، چې افغان لوبډلې پکې په ۲ ويکټو بريا خپله کړه.

د لوبې په پيل کې پچه هندۍ لوبډلې وګټله او توپوهنه يې غوره کړه. هند په ۴۹.۳ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۷ ترلاسه کړې چې له ډلې يې ویکرانت بهاډوريا ۲۹ او کمار کشاګرا ۲۴ منډې وکړې.

د افغان لوبډلې له لوري نور احمد ۳، عابد محمدي او شفيق الله غفاري ۲-۲، عبدالرحمن رحماني او اصف موسی زي ۱-۱ ويکټ ترلاسه کړه.

د ۱۵۸ منډو هدف افغان لوبډلې په ۴۷.۳ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په د لوبلړۍ په وروستۍ لوبه کې يې په ۲ ويکټو بريا خپله کړه. د افغان لوبډلې له لوري اصف موسی زي ۴۲، عمران مير ۳۱ او شفيق الله غفاري ۲۵ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د هند له لوري بیا مانو سوټهار ۳ او شوبانګ هيګړی ۲ افغان لوبغاړي وسوځول.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه شفيق الله غفاري ته ورکړل شوه او د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جايزه بیا مانو سوټهار ترلاسه کړه.

د يادولو ده چې د پنځه يو ورځنيو لوبو لوبلړۍ کې ۳ لوبې هند او ۲ لوبې افغانستان وګټلې او باید وویل شي چې یاده لوبلړۍ د روانې نومبر میاشتې په ۲۲مه پیل او نن (نومبر ۳۰مه) پای ته ورسېده.