افغان نولس کلنو ځوانانو پاکستان ته ستره ماتې ورکړه

افغان ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډلې په متحده عرب اماراتو کې د درې اوخیزه لوبلړۍ په خپله لومړۍ لوبه کې پاکستان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې ته د ۱۰۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
افغان نولس کلنو ځوانانو پاکستان ته ستره ماتې ورکړه

افغان ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډلې په متحده عرب اماراتو کې د درې اوخیزه لوبلړۍ په خپله لومړۍ لوبه کې پاکستان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې ته د ۱۰۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د لوبې پچه نن سهار پاکستان وګټله او لومړی یې افغان لوبډله توپوهنې ته را وبلله. افغان لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۸ وېکټو په تاوان سره ۳۰۶ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۳۰۷ منډو هدف وټاکه.

د افغان لوبډلې لپاره په توپوهنه کې فیصل خان ۱۲۳، محبوب ۵۴، برکت الله ۳۶ او نظیف الله او حمزه علي خېل په ترتیب سره  ۳۱ او ۲۳ چټکې منډې جوړې کړې.

د افغان لوبډلې د هدف په تعقیب پاکستان لوبډلې ښه پېل واخېست خو د افغان توپ اچووونکو د غوره توپ اچونې پر وړاندې تر ډېره په ډګر پاتې نشول او په پرلپسې ډول یې خپلې وېکټې له لاسه ورکړې. دې سره د پاکستان ۱۹ کلنې کم عمره ټوله لوبډله په ۴۶.۳ اورونو کې په ۲۰۶ منډو اوټ شوه.

د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې نصیر خان ۴، نورستاني، غضنفر او عزیز هر یو ۲،۲ وېکټې ترلاسه کړې او په ۴۷ اور کې یې د پاکستان ټول توپوهونکي له ډګره بهر کړل او دې سره یې خپله لومړۍ لوبه کې پاکستان ته د ۱۰۰ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه.

 د پاکستان لپاره توپوهنه کې عثمان ۱۰۲ او سعد بېګ ۳۶ منډې جوړې کړې.

فیصل خان د غوره توپوهنې او سلیزې جوړولو لپاره د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.