د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې خپله دویمه لوبه هم وګټله

د اسيا جام په سياليو کې د افغانستان تر نولس کلنو د کم عمره ځوانانو لوبډلې خپله دویمه لوبه له کويټ هېواد وګټله.
د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې خپله دویمه لوبه هم وګټله

د لوبې په پیلېدو سره د لوبې پچه افغان لوبډلې ګټلې وه چې بیا یې لومړی د توپ اچونې پرېکړه وکړه چې سيالې لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځيدو په ۲۷،۳ اورونو کې ۸۵ منډې جوړې کړې.

د افغان توپ اچوونکو له ډلې شفیق الله غفاري ۴، عبدالرحمن او نوراحمد یو ـ یو لوبغاړی وسوځاوه.

د کويټ له لوري ټاکل شوی هدف افغان توپ وهونکو د ۳ لوبغاړو په سوځيدو په ۱۲،۵ اور کې ترلاسه کړ. لوبډلمشر فرهان ذاخیل ۳۸ ناسوځېدلې او رحمان الله ۲۸ زیاتې منډې جوړې کړې.

شفیق الله غفاري د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه واخیسته. د یادونې ده چې افغانستان په لومړۍ لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړې وه او د ګروپ وروستۍ لوبه به د سپټمبر په ۹مه نېټه د هندوستان پر وړاندې ترسره کړي.