د افغانستان او زمبابوې ترمنځ لوبلړۍ په جون میاشت کې ترسره کېږي

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د درې نړیوالو یو ورځنیو او۳ شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ چې په تېره فبروري میاشت کې پلان شوې وه، خو د کوربه هېواد له لوري د لوبو د خپراوي په برخه کې د شته خنډونو له امله ځنډېدلې وه، اوسمهال راتلونکې جون میاشت ته پلان شوې چې د مهالوېش له مخې به د کوربه زمبابوې په پلازمېنه هرارې کې ترسره شي
د افغانستان او زمبابوې ترمنځ لوبلړۍ په جون میاشت کې ترسره کېږي

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د درې نړیوالو یو ورځنیو او ۳ شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ چې په تېره فبروري میاشت کې پلان شوې وه، خو د کوربه هېواد له لوري د لوبو د خپراوي په برخه کې د شته خنډونو له امله ځنډېدلې وه، اوسمهال راتلونکې جون میاشت ته پلان شوې چې د مهالوېش له مخې به د کوربه زمبابوې په پلازمېنه هرارې کې ترسره شي چې له دغو سیالیو وروسته به افغان لوبډله د اسټرالیا، هند او پاکستان هېوادونو پر وړاندې هم سیالۍ ترسره کړي.

په دغه لوبلړۍ کې شاملې درې نړیوالې یو ورځنۍ سیالۍ د کرکټ نړیوالې شورا د نړیوال جام د سوپر لیګ سیالیو برخه دي چې د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام سیالیو ته د لارموندنې په موخه ترسره کېږي. دغه راز به ۳ شل اوریزې سیالۍ د راتلونکي شل اوریز نړیوال جام سیالیو لپاره د غوره چمتووالي او د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو سیالیو د درجه بندۍ په موخه ترسره شي.

د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د راتلونکې جون میاشتې په څلورمه نېټه پیل شي چې د همدې میاشتې په ۱۵مه نېټه به پای ته ورسېږي. د دغو سیالیو په ترڅ کې به لومړی د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ترسره شي چې له منځه به یې د دواړو هېوادونو ترمنځ لومړنۍ نړیواله یو ورځنۍ سیالۍ د جون میاشتې په څلورمه، دویمه یو ورځنۍ نړیواله لوبه د همدې میاشتې په شپږمه او وروستۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه د جون میاشتې په نهمه نېټه د زمبابوې په پلازمېنه هرارې کې ترسره شي. 

دغه راز به د دواړو لوبډلو ترمنځ درې شل اوریزې نړیوالې لوبې هم ترسره شي چې لومړۍ هغه به یې د جون میاشتې په یوولسمه نېټه، دویمه شل اوریزه لوبه به یې د جون په دولسمه او دریمه شل اوریزه نړیواله لوبه به یې د جون میاشتې په ۱۴مه نېټه ترسره شي.

دغه لوبلړۍ د لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۱م کال په وروستۍ ډسمبر میاشت کې پلان شوې وه، خو بیا د افغانستان کرکټ بورډ په غوښتنه یادې سیالۍ د روان کال فبروري میاشتې ته وځنډول شوې چې بیا د کوربه هېواد له لوري د لوبو د ژوندي خپراوي په برخه کې د را منځته شویو شتونزو له امله د دویم ځل لپاره هم وځنډول شوې چې اوسمهال د دواړو لوریو له هوکړې سره سم د راتلونکې جون میاشتې ته پلان شوې دي چې له پلان سره سم به ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ نړیوالې شورا د نړیوال جام د سوپر لیګ سیالیو په ترڅ کې ۹ لوبې ترسره کړې دي چې ۷ یې ګټلې او ۲ نورې یې بایللې دي. د زمبابوې پر وړاندې د درې یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لوبلړۍ به د افغان لوبډلې لپاره په ټوله کې څلورمه لوبلړۍ وي چې د افغانستان ملي لوبډله یې د سوپر لیګ سیالیو په ترڅ کې ترسره کوي.