افغان اتلان د زمبابوې پر وړاندې بشپړه لوبلړۍ ترسره کوي
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 29 Oct 2024
افغان ملي لوبډله به د روان کال د دسمبر میاشتې په پیل کې د زمبابوې په کوربه توب د نړیوالو شل اوریزو، یو ورځنیو او ټېسټ سیالیو بشپړه لوبلړۍ ترسره کړي چې د دسمبر میاشتې په نهمه نېټه به پیل او د ۲۰۲۵ز کال د جنوري میاشتې تر شپږمې نېټې پورې به دوام ومومي.
د سیالیو په یاده بشپړه لوبلړۍ کې درې نړیوالې شل اوریزې، درې نړیوالې یو ورځنۍ او دوه ټېسټ لوبې شاملې دي چې شل اوریزې او یو ورځنۍ لوبې به د زمبابوې د هرارې سپورټس کلب او پاتې ټېسټ لوبې د کوینز سپورټس کلب بولاوایو کرکټ لوبغالو کې ترسره شي.
باید وویل شي چې د دغې لوبلړۍ شل اوریزې نړیوالې لوبې به د روان کال د دسمبر میاشتې په نهمه، ۱۱مه او ۱۲مه نېټه او د نړیوالو یو ورځنیو سیالیو هغه د همدې میاشتې په ۱۵مه، ۱۷مه او ۱۹مه نېټه ترسره شي؛ په داسې حال کې چې ټېسټ لوبې به یې له مهالوېش سره سم د دسمبر له ۲۶مې تر ۳۰مې نېټې او دویمه ټېسټ لوبه د جنوري په دویمه نېټه پیل او د همدې میاشتې تر شپږمې نېټې پورې ترسره شي.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلی میرویس اشرف په دې اړه وایي: ((سږ کال د کورني کرکټ او نړیوال کرکټ له اړخه موږ ډېر بوخت او مصروف کال درلود او په ټوله کې له لاسته راوړنو ډک کال و. بیا به هم هلې ځلې کوو چې راتلونکی کال له دې هم ښه او غوره وي، ترڅو مو د سږ کال په څېر هېوادوال له لوبو خوند واخلي.))
نوموړي دغه راز زیاته کړه، د زمبابوې پر وړاندې لوبلړۍ هم د افغان لوبغاړو لپاره ډېره مهمه ده، د زمبابوې لوبډله یو پیاوړې لوبډله ده چې موږ په ځلونو ورسره لوبې کړې دي او خوشحاله یم چې دا ځل زمبابوې هم په پوره لوبلړۍ کې د افغان لوبډلې کوربه توب کوي او پر خپلو اتلانو هم ډاډمن یم چې دوی به غوره او په زړه پورې سیالۍ نندارې ته وړاندې کړي او یو ځل بیا به هېوادوالو ته خوښۍ وروبخښي.
د یادونې وړ ده چې افغان ملي لوبډله به د دسمبر میاشتې په شپږمه نېټه د زمبابوې پلازمېنې هرارې ته ورسیږي. دا په داسې حال کې ده چې افغان اتلانو تر اوسه له زمبابوې سره د درې واړو بڼو ګڼ شمېر لوبې ترسره کړې دي چې ډېری یې د افغان اتلانو به بریا سره پای ته رسېدلې دي.