افغان لوبډله نومبر میاشت کې سریلانکا ته روانیږي

افغان کرکټ ملي لوبډله به له شل اوریز نړیوال جام وروسته د روان کال په نومبر میاشت کې د دریو یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په موخه سریلانکا ته سفر وکړي او له یاد هېواد سره به د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام ته د لارموندنې سیالیو له ډلې درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي چې د یادې میاشتې په ۲۵مه، ۲۷مه او ۳۰مه نېټه به ترسره شي.

یادې سیالۍ چې د مهالوېش له مخې د ۲۰۲۳م کال په فبرورۍ میاشت کې پلان شوي وې، اوس به د راتلونکي نومبر میاشت کې د سریلانکا په کنډي کې ترسره شي. 

د افغانستان کرکټ بورډ مشر میرویس اشرف وایي: موږ د سریلانکا کرکټ مسؤلینو سره تر خبرو اترو وروسته دې پایلې ته ورسېدو چې یادې سیالۍ رامخکې کړو او د روان کال نومبر کې یې ترسره کړو. موږ د لومړي ځل لپاره له سریلانکا سره په سریلانکا کې لوبلړۍ ترسره کوو دا به سخته وي خو موږ په خپلو لوبغاړو باور لرو چې ښه به ځلیږي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تراوسه د کرکټ نړیوالې شورا په سوپر لیګ سیالیو کې ټولټال ۱۲ سیالۍ ترسره کړي دي، چې ۱۰ یې ګټلې او د نمرو په جدول کې ۷م ځای لري.
دا مهال دواړې لوبډلې افغانستان او سریلانکا اسټرالیا کې د شل اوریز نړیوال جام په سیالیو کې برخه لري، چې سریلانکا یې په لومړي پړاو کې له نمیبیا، متحده عربي اماراتو او نیدلینډ سره مخ ده.