افغان اتلان د درې یو ورځنیو سیالیو په موخه سریلانکا ته سفر کوي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د راتلونکې جون میاشتې په لومړیو کې د درې نړیوالو یو ورځنیو سیالیو په موخه سریلانکا ته سفر وکړي او د یاد هېواد په همبانټوټا ښار کې به له کوربه لوبډلې سره د جون میاشتې په دویمه، څلورمه او اوومه نېټه درې نړیوالې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي.
افغان اتلان د درې یو ورځنیو سیالیو په موخه سریلانکا ته سفر کوي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د راتلونکې جون میاشتې په لومړیو کې د درې نړیوالو یو ورځنیو سیالیو په موخه سریلانکا ته سفر وکړي او د یاد هېواد په همبانټوټا ښار کې به له کوربه لوبډلې سره د جون میاشتې په دویمه، څلورمه او اوومه نېټه درې نړیوالې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي.

د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۳ کال پنځوس اوریز نړیوال جام سیالیو ته په مستقیمه توګه لاره نده موندلې او باید یادو سیالیو ته د لارموندنې په موخه د یادو سیالیو په غوراوي پړاو لوبو کې برخه واخلي او په دغو سیالیو کې پایلوبې ته له رسېدو وروسته به نړیوال جام ته لاره مومي، په داسې حال کې چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له وړاندې د نړیوال جام سیالیو ته رسېدلې ده او په غوراوي پړاو سیالیو کې د لوبېدو اړتیا نلري.

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ راتلونکې درې نړیوالې یو ورځنۍ سیالۍ به له کوربه لوبډلې سره د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰۲۳ کال پنځوس اوریز نړیوال جام د غوراوي پړاو سیالیو لپاره په تیاریو کې مرسته وکړي، دغه راز به د روان کال د نړیوال جام سیالیو لپاره د افغان لوبډلې په چمتووالي کې اغېزمن رول ولوبوي.

په دې اړه د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس ښاغلی نصیب خان وايي چې د دغو درې نړیوالو سیالیو په اړه له سریلانکا کرکټ بورډ سره د خپلو خبرو اترو له پایلو خوښ دي. نوموړي زیاته کړه: ((موږ د سریلانکا کرکټ بورډ سره زموږ د اړیکو او سیالیو د برابرولو په اړه خوشحاله یو. د کرکټ نړیوالې شورا د راتلونکو سفرونو د بشپړ پروګرام سربیره، موږ هڅه کوو چې له له سریلانکا او نورو کرکټ بورډونو سره وړته اړیکو ته لا ډېره پراختیا ورکوو او ژمن یو چې د کرکټ پراخه او مصروف راتلونکي کلونه به ولرو.))

نوموړي دغه راز زیاته کړه، د سریلانکا پر وړاندې وروستۍ سیالۍ د دواړو هېوادونو لپاره غوره تجربه وه چې دواړو لوبډلو پکې غوره او ډېرې په زړه پورې سیالۍ وکړې او هیله ده چې دا ځل هم ډېرو ښو سیالیو ته سترګې په لاره یو.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د تېر کال په نومبر میاشت کې سریلانکا ته سفر کړی او هلته یې د کوربه لوبډلې پر وړاندې درې نړیوالې یوورځنۍ سیالۍ ترسره کړې. دا به شپږو میاشتو کې دویم ځل وي چې د سریلانکا کرکټ بورډ د درې یو ورځنیو سیالیو لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې کوربه توب کوي.