د ایرلنډ پر وړاندې د پنځو شل اوریزو نړیوالو لوبو ځای او نېټه وټاکل شول

ټاکل شوې افغان ملي لوبډله د روان کال د اګست له ۹مې تر ۱۷ مې نېټې پورې د ایرلنډ په کوربه توب له یاد هېواد سره په پنځه شل اوریزې نړیوالې لوبې ترسره کړي.
د ایرلنډ پر وړاندې د پنځو شل اوریزو نړیوالو لوبو ځای او نېټه وټاکل شول

ټاکل شوې افغان ملي لوبډله د روان کال د اګست له ۹مې تر ۱۷ مې نېټې پورې د ایرلنډ په کوربه توب له یاد هېواد سره په پنځه شل اوریزې نړیوالې لوبې ترسره کړي.


د یادو سیالیو د مهالوېش له مخې به دغه پنځه لوبې د اګست په ۹، ۱۱، ۱۲، ۱۵ او ۱۷مه نېټو د ایرلنډ په سټارمونټ لوبغالي کې ترسره شي.
په لومړي سر کې ټاکل شوې وه، چې افغان لوبډله به له ایرلنډ سره یوه پنځه ورځنۍ (ټېسټ) او درې یو ورځنۍ نړیوالې لوبې هم وکړي؛ خو دغه سیالۍ بلې نېټې ته ځنډول شوې؛ ځکه د شل اوریزو نړیوال جام لوبو ته په پام سره دواړه لوریو په پنځو شل اوریزو نړیوالو لوبو هوکړه کړې ده چې کوربه توب یې د ایرلنډ له لوري کېږي.


د افغانستان کرکټ بورډ اجراییه رییس ښاغلی نصیب خان په دې اړه وایي: ((موږ له یوې لسیزې راهیسې له ایرلینډ لوبډلې سره ډېرې لوبې کړې دي. نړیوال جام ته د دواړو لوبډلو د ښه چمتووالي لپاره مو اوس په پنځو شل اوریزو نړیوالو لوبو هوکړه کړې ده چې نېټې او ځای یې په نښه شوي؛ سربېره پر دې په نږدې راتلونکي کې د یوې ټېسټ او درې یو ورځنیو لوبو ځنډول شوې لوبلړۍ ته هم سترګې په لار یو.))


افغان لوبډلې په وروستي ځل د ۲۰۲۱ کال د مارچ په میاشت کې د هندوستان په ګریټر نویډا لوبغالي کې د ایرلنډ پر وړاندې د شل اوریزو لوبو لړۍ ترسره کړې وه، چې دغه لوبلړۍ افغان لوبډلې ۲-۱ ګټلې وه. 


 د یادونې وړ ده چې دواړه لوبډلې تر دې مهاله په ۱۹ شل اوریزو لوبو کې له یو بل سره مخ شوې، چې ۱۴ یې افغانستان ګټلې، ۴ یې ایرلنډ او یوه لوبه بې پایلې پای ته رسېدلې ده.