د هندوستان پر وړاندې د دریو شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ نېټې نهایي شوې

افغان کرکټ ملي لوبډله به د راتلونکي ۲۰۲۴ کال د جنورۍ میاشتې په ۱۱مه، ۱۴ او ۱۷مه نېټو د هندوستان ملي لوبډلې پر وړاندې په یاد هېواد کې درې نړیوالې شل اوریزې لوبې ترسره کړي.
د هندوستان پر وړاندې د دریو شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ نېټې نهایي شوې

افغان کرکټ ملي لوبډله به د راتلونکي ۲۰۲۴ کال د جنورۍ میاشتې په ۱۱مه، ۱۴ او ۱۷مه نېټو د هندوستان ملي لوبډلې پر وړاندې په یاد هېواد کې درې نړیوالې شل اوریزې لوبې ترسره کړي.

باید وویل شي چې د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه یادې لوبې له هندوستان کرکټ لوبډلې سره تنظیم کړې وې چې تر اوسه یې نېټې نه وې نهایي شوې چې د ادارې د مشرتابه د وروستي سفر په ترڅ کې یادې نېټې مشخصې او له سیال لوري سره پرې پرېکړې ته رسېدلي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر ښاغلي میرویس اشرف په دې اړه وایي: ((له شک پرته ۲۰۲۳ کال د سیالیو د تنظیم او لاسته راوړنو له اړخه غوره کال و، زموږ تمرکز اوس پر ۲۰۲۴ کال دی، ترڅو ملي لوبډلو ته پکې غوره سیالۍ تنظیم او دغه راز له اداري اړخه هم ډېرې لاسته راوړنې ولرو.))

نوموړي زیاته کړه، باید ووایم چې هندوستان هېواد ته زموږ سفر له لاسته راوړنو ډک دی چې په دغه سفر کې د یادې لوبلړۍ سربېره پر نورو راتلونکو لوبلړیو او دوه اړخیزو همکاریو هم خبرې اترې وشوې چې ډېر ژر به یې جزیات له هېوادوالو سره شریک کړو.

یادې سیالۍ به په هندوستان هېواد کې د موهالي، انډور او بنګلور پر کرکټ لوبغالو ترسره شي چې د جنوري میاشتې په ۱۱مه به پیل او د همدې میاشتې تر ۱۷مې نېټې پورې به دوام ومومي.

د یادونې وړ ده چې افغان اتلان له دې وړاندې د کرکټ نړیوالې او اسیایي شوراګانو په سیالیو کې له هندوستان لوبډلې سره مخامخ شوي وو، خو دا لومړی ځل دی چې افغان لوبډله به په دوه اړخیزه سیالیو کې هم د هندۍ لوبډلې پر وړاندې ډګر ته ښکته شي.