افغان لوبډله به د فبروري په ۱۲مه بنګله دېش ته سفر وکړي

افغان ملي لوبډله به د رواني فبروري میاشتې په ۱۲مه نېټه له قطر هېواد څخه بنګله دېش ته د دریو نړیوالو یو ورځنیو او دوه نړیوالو شل اوریزو سیالیو په موخه سفر وکړي چې د همدې میاشتې په ۲۳مه پیل او د مارچ تر پنځمې نېټې پورې دوام ومومي.
افغان لوبډله به د فبروري په ۱۲مه بنګله دېش ته سفر وکړي

افغان ملي لوبډله به د رواني فبروري میاشتې په ۱۲مه نېټه له قطر هېواد څخه بنګله دېش ته د دریو نړیوالو یو ورځنیو او دوه نړیوالو شل اوریزو سیالیو په موخه سفر وکړي چې د همدې میاشتې په ۲۳مه پیل او د مارچ تر پنځمې نېټې پورې دوام ومومي.

په یادو سیالیو کې د ۲۰۲۳ کال د کرکټ نړیوالې شورا د سوپر لیګ یا د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام سیالیو ته د لار موندنې درې نړیوالې یو ورځنۍ لوبې شاملې دي چې هره یوه به یې د فبروري په ۲۳مه، ۲۵مه او ۲۸مه نېته د افغانستان پر مهال د سهار ۹:۳۰ بجې د یاد هېواد د چټوګرام په ظهور احمد چودري لوبغالي کې پیل شي.

دغه راز دوه نړیوالې شل اوریزې سیالۍ چې لومړی یې د مارچ په دریمه او دویمه لوبه د همدې میاشتې په ۵مه نېټه د یاد هېواد د ډهاکې په شېري بنګله کرکټ لوبغالي ترسره کېږي، هره یوه د افغانستان پر مهال د ماسپښین ۱:۳۰ بجې پیل شي.

سربېره پر دې د یادونې وړ ده چې یادې دوه نړیوالې شل اوریزې سیال هم د ۲۰۲۲ م کال د نړیوال جام سیالیو لپاره د چمتووالي په موخه ترسره کېږي چې په یاده بڼه کې د درجه بندۍ په پرمختګ کې هم شاملې دي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلی میرویس اشرف په دې اړه وایي: ((له بنګله دېش سره مو د یادو سیالیو د ترسراوي په ډګر کې غوره خبرې درلودې، ترڅو د دواړو لوبډلو ترمنځ دغه سیالۍ ترسره شي. له شک پرته چې د بنګله دېش لوبډله یوه ښه لوبډله ده، خو مطمین یم چې افغان اتلان به په یادو سیالیو کې هم له ځانه ډېره غوره وړتیا په ډاګه کړي.))

باید وویل شي چې افغان لوبډله به د روانې جنوري میاشتې په ۱۲مه له قطر هېواد څخه بنګله دېش ته سفر وکړي او له لوبو وړاندې به د یاد هېواد په سېلهېټ ښار کې د لوبلړۍ تر پیل پورې خپل تمرینات ترسره کړي.

د یادونې وړ ده چې افغان لوبډلې د ۲۰۲۳ نړیوال جام لپاره د سوپر لیګ سیالیو په ترڅ کې د ایرلنډ او نیدرلنډ پر وړاندې دوه لوبلړۍ ترسره کړې چې دواړه یې د ۳-۰ په ګټه په خپل نوم کړې دي او اوسمهال له ۶ لوبو څخه د ۶۰ نمرو په ترلاسه کولو سره د جدول پنځم مقام له ځان سره لري.