د زمبابوې پر وړاندې راتلونکو سیالیو لپاره افغان لوبډلې وټاکل شوې

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د زمبابوې پر وړاندې د راتلونکو درې نړیوالو یو ورځنیو او درې شل اوریزو سیالیو لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نوملړونه وټاکل.
د زمبابوې پر وړاندې راتلونکو سیالیو لپاره افغان لوبډلې وټاکل شوې

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د زمبابوې پر وړاندې د راتلونکو درې نړیوالو یو ورځنیو او درې شل اوریزو سیالیو لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نوملړونه وټاکل.

افغان لوبډله به د راتلونکې جون میاشتې په ۴مه نېټه د زمبابوې پر وړاندې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لوبلړۍ پیل کړي چې ورپسې به د جون میاشتې په دویمه لسیزه کې د یاد هېواد پر وړاندې درې شل اوریزې نړیوالې لوبې هم ترسره کړي چې په همدې موخه نن د دواړو لوبلړیو لپاره نوملړونه اعلان شول.

د یو ورځنیو نړیوالو لوبو لپاره رحمن الله ګربز (ویکټ ساتونکی)، ریاض حسن، ابراهیم ځدراڼ، حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، رحمت شاه، نجیب الله ځدراڼ، شاهد کمال، اکرام علي خېل، محمد نبي، عظمت الله عمرزی، راشد خان، مجیب الرحمن، ضیاء الرحمن اکبر، فضل الحق فاروقي، فرید ملک او یمین احمدزی په پام کې نیول شوي او ترڅنګ یې په احتیاطي لوبغاړو کې نور احمد او نجات مسعود ته هم ځای  ورکړل شوی دی.

دغه راز د یاد هېواد پر وړاندې د راتلونکو شل اوریزو لوبو لپاره رحمن الله ګربز (ویکټ ساتونکی)، حضرت الله ځاځی، عثمان غني، احسان الله جنت، نجیب الله ځدراڼ، دروېش رسولي، کریم جنت، محمد نبي (لوبډلمشر)، عظمت الله عمرزی، شرف الدین اشرف، افسر ځاځی، راشد خان، نور احمد، فضل الحق فاروقي، فرید ملک او نجات مسعود غوره شوي دي. د دې ترڅنګ ظاهر خان او سید احمد شیرزاد د شل اوریزو سیالیو لپاره د احتیاطي لوبغاړو په توګه ټاکل شوي دي.

افغان لوبډله اوسمهال د کابل په ملي کرکټ لوبغالي کې پر خپلو تمریناتو بوخت ده او ټاکل شوې چې په راتلونکو څو ورځو کې یاد هېواد ته سفر وکړي او د جون میاشتې په څلورمه، شپږمه او نهمه نېټه د زمبابوې پر وړاندې درې یو ورځنۍ سیالۍ تر سره کړې او دغه راز به په یاد هېواد کې د همدې میاشتې په ۱۱مه، ۱۲مه او ۱۴مه نېټه درې نړیوالې شل اوریزې سیالۍ ترسره کړي.

یو ورځنۍ نړیوالې سیالۍ د کرکټ نړیوالې شورا د سوپر لیګ سیالیو برخه دي چې د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام سیالیو ته د لار موندنې په موخه تر سره کېږي او شل اوریزې لوبې هم راتلونکي شل اوریز نړیوال جام ته د چمتووالي په موخه ترسره کېږي او د دغې بڼې په درجه بندې کې هم شاملې دي.

ټولې سیالۍ به د زمبابوې د پلازمېنې اړوند هرارې په هرارې سپورټس کلب لوبغالي کې ترسره کېږي چې یو ورځنۍ سیالۍ به د افغانسنان پر مهال د غرمې ۱۱:۴۵ بجې او شل اوریزې سیالۍ د افغانستان پر مهال د مازدیګر ۳:۳۰ بجې پیل شي.

د یادونې وړ ده چې افغان لوبډلې د ۲۰۲۳ نړیوال جام لپاره د سوپر لیګ سیالیو په ترڅ کې تر اوسه درې لوبلړۍ ترسره کړې چې د ۹ سیالیو له منځه یې ۷ لوبې په خپل نوم کړې دي او اوسمهال د ۷۰ نمرو په تر لاسه کولو سره د ۱۳ لوبډلو له منځه پنځم مقام له ځان سره لري.