مشرانو جرګې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر پر ستاینلیک او مډال ونازاوه

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د مشرانو جرګې مشر ښاغلي فضل هادي مسلمیار نن د یادې جرګې په استازیتوب د کرکټ بورډ عمومي مشر ښاغلی فرهان  یوسفزی، په اداره کې د غوره پلانونو او پالیسیو عملي کولو، د مثبتو بدلونونو رامنځته کولو، غوره  فعالیتونو او لاسته راوړنو له امله پر معنوي ډالۍ (ستاینلیک) او مډال وستایه او په چارو کې یې ورته د لا ډېرو بریاو غوښتنه وکړه.

د ناستې په پیل کې د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار د افغانستان کرکټ بورډ ادارې غوره مدیریت، د اووم پړاو شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو او د زېربنایي او بنسټیزو پروژو پیلولو، د عوایدو زیاتېدو، په ټولو چارو کې د روڼتیا رامنځته کولو او د فساد پر وړاندې د کلکې مبارزې له امله د ښاغلي فرهان یوسفزي چارې او فعالیتونه وستایل.

د مشرانو جرګې مشر ښاغلي مسلمیار وویل: ((څوک چې د وطن او هېوادوالو لپاره خوښۍ راوړي، په یوه ملي اداره کې مثبت بدلونونه رامنځته کوي او د زېربنايي پروژو لپاره ګامونه اخلي؛ باید وستایل شي او موږ نن دغه ستاینلیک او مډال تاسو ته د غوره لاسته راوړنو له امله درکوو او په راتلونکي کې درته د لا ډېرو غوره لاسته راوړنو هیله کوو.))

ښاغلي مسلمیار زیاته کړه: ((تاسو ته د ملت د کور په استازیتوب د ستاینلیک ترڅنګ مډال هم درکوو. باید ووایم چې دا اتم مډال دی چې تاسو ته یې درکوو چې له منځه یې ما تر اوسه پورې په ټوله دوره کې ورته اووه مډالونه ورکړي چې ستاسو هغه اتم شو، په دې معنا چې تاسو د یوې ملي ادارې لپاره ډېر څه کړي دي.))

باید وویل شي چې په دغه ناسته کې د ښاغلي یوسفزي سربېره د دغې ادارې سرپرست اجراییه ریس ښاغلي نظیم جار عبدالرحیمزي، د بشري منابعو او رسنیو د برخې مدیرانو هم برخه اخیستې وه.

همدارنګه د کرکټ بورډ ادارې مشرتابه هم د ادارې په بېلابېلو برخو کې د مشرانو جرګې مدیره هیئت او رهبرۍ ته هر اړخیز معلومات ورکړل.

د کرکټ بورډ عمومي مشر ښاغلي فرهان یوسفزي د مشرانو جرګې له رییس او غړو مننه وکړه چې نوموړی يې د غوره فعالیتونو او لاسته راوړنو له امله وستایه او سربېره پر دې یې هغوی ته ډاډ ورکړ چې د کرکټ بورډ ادارې مشرتابه به په بېلابېلو برخو کې خپلې هڅې لا ډېرې ګړندۍ کړي.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر ښاغلی فرهان یوسفزی له دې وړاندې د ولسي جرګې د یو شمېر غړو له لوري هم د نوموړي د غوره کړنو او لاسته راوړنو له امله پر ستاینلیک ستایلی و.