د معلولينو ملي لوبډله وستايل شوه

د افغانستان د معلولينو ملي لوبډله چې د معلولينو په نړيوالو شل اوریز سېریز کې يې سترې لاسته راوړنې درلودې، نن په افغانستان کرکټ بورډ کې د يوې ناستې په لړ کې وستايل شوه او د هغوی د اتلولۍ قدردانی وشو.
د معلولينو ملي لوبډله وستايل شوه

د افغانستان د معلولينو ملي لوبډله چې د معلولينو په نړيوالو شل اوریز سېریز کې يې سترې لاسته راوړنې درلودې، نن په افغانستان کرکټ بورډ کې د يوې ناستې په لړ کې وستايل شوه او د هغوی د اتلولۍ قدردانی وشو.

د معلولينو ملي لوبډلې له ټولو لوبغاړو سره د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر ښاغلي فرهان یوسفزي، اجرايیه رييس ښاغلي لطف الله ستانکزي، د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت د نظامي چارو معين ښاغلي بشیر احمد ولي او نورو ناسته وکړه او دوی يې وستايل.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر ښاغلي فرهان يوسفزي د معلولينو ملي لوبډلې ته په خپله وينا کې وويل، چې تاسې د معلولينو په نړيوال شل اوريز سيريز کې قوي لوبډلو ته ماتې ورکړې، موږ مو ستاینه کوو.

هغه زياته کړه: ((تاسې د دې وړتيا لرئ چې په نړيواله کچه سترو لوبډلو ته ماتې ورکړئ، تاسو دې هېواد ته وياړونه راوړي دي او موږ به مو تل ملاتړ کوو، تر څو نورې لاسته راوړنې هم ولرئ.))

همدا راز د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د نظامي چارو معين ښاغلي بشير احمد ولي هم د معلولينو لوبډلې له ټولو لوبغاړو مننه وکړه او وې ويل چې تاسې د افغانستان نوم او درې رنګه بېرغ په نړۍ کې رپولی او ثابته کړې مو ده چې افغانان په هر ډګر کې وياړونه په خپل نوم کولای شي.

نوموړي همدا راز وويل: ((له ټولو لوبغاړو مننه کوم چې قوي لوبډلو ته يې ماتې ورکړه، د افغانستان کرکټ بورډ او مشرتابه نه هم مننه چې لوبغاړو ته ښه روزنه ورکوي. زه هيله لرم چې تاسې به نورې سترې لاسته راوړنې هم ولرئ او د افغانستان نوم به ځلانده وساتئ.))

په پای کې د معلولينو ملي لوبډلې ټولو لوبغاړو ته چې ۲۲ تنه کېږي، د بشیر احمد ولي له لوري نغدي جايزه هم ورکړل شوه او همدا راز د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس يادونه وکړه، چې دوی به تل هڅه کوي، چې خپل ملي اتلان وستايي.

د يادولو ده چې د افغانستان معلولينو ملي لوبډلې د معلولينو په نړيوالو شل اوريزو سياليو کې بنګله دېش، پاکستان او انګلستان لوبډلو ته ماته ورکړه، همدا راز له هند لوبډلې يې ماته ومنله او په نيمه پايلوبه کې يې بيا له انګلستان لوبډلې ماته ومنله، چې په ۵ لوبو کې يې په ۳ لوبو کې بريا خپله کړه.