د افغانستان پریمیرلیګ پرانسته وشوه

د افغانستان غوره لیګ د نښان (لوګو) او لوبډلو معرفي نن د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې ترسره شوه.
د افغانستان پریمیرلیګ پرانسته وشوه

د افغانستان غوره لیګ د نښان (لوګو) او لوبډلو معرفي نن د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې ترسره شوه.

دغه مراسم د افغانستان او متحده عربي اماراتو د ملي ترانو په غږولو سره پیل شول او ترڅنګ یې د یادو مراسمو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل شو.

د غونډې لومړنۍ خبرې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي شکرالله عاطف مشعل له لوري پیل شوې چې د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ یې د افغانستان غوره لیګ د افغان لوبغاړو د ځلېدلو لپاره یو ستر فرصت وباله.

نوموړي دغه راز د کرکټ له نړیوالې شورا د افغانستان لیګ د منظورۍ، د شارجه لوبغالي د ورکړې لپاره د شارجه کرکټ کلب له مرستیال ولید بوخاطر، اماراتو کې د افغان سفارت له کارکوونکو او ټولو سوداګرو مننه وکړه چې راغلل او په دغو مراسمو کې یې ګډون وکړ.

د کرکټ بورډ مشر وویل، دا زموږ د نوې ځلېدونکو لوبغاړو لپاره یو ښه فرصت دی چې د نړۍ له سترو لوبغاړو سره په نړیواله کچه ولوبیږي او خپلې وړتیاوې لا زیاتې کړي.

هغه زیاته کړه، افغانستان غوره لیګ اوسمهال د افغان کرکټ په تاریخ کې یو نوی فصل دی چې یو کال وړاندې یې فکر رامنځته شو او دا دی نن د نړۍ په کچه ترسره کېږي او دغه سيالۍ د شل اوریزو لوبو یو پرمختللی او نړیوال ګام دی او دا زموږ لپاره ویاړ دی چې په دغه لیګ کې بېلابېل ونډه وال ګډون ولري.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییه رییس شفیق الله ستانکزي هم د خپلو څرګندونو پر مهال د یاد لیګ لوګو ته په اشارې سره وویل چې دغه لوګو د افغان ملي بیرغ او له خپل هېواد سره د افغانانو د وطنپالنې څرګندویه ده.

هغه وویل چې دغه لیګ د افغانانو لپاره یو ستر ویاړ دی او په راتلونکو څو کلونو کې به د نړۍ د غوره دریو لیګونو په چوکاټ کې ځای ولري چې له کرکټ سره د افغانانو د بې سارې مينې راز پکې پروت دی.

نوموړي دغه راز د پوښتنو په ځواب کې وویل: ((بې له شکه دغه لیګ ته به ډېر افغان نندارچیان راشي چې او دغه راز له افغان سوداګرو هم هیله ده چې راشي او د لوبډلو اخیستو کې ونډه واخلي، ځکه کېدای شي دغو لوبو کې د کریس ګل، شاهد افریدي، برڼنډن مککلم په څېر او د عربي اماراتو او نورو هېوادونو لوبغاړي هم ګډون ولري او د نړۍ له پېژندل شوو چېنلونو به یې خلک ننداره کړي.))

سربېره پر دې په دغو مراسمو کې د افغانستان غوره لیګ نښان هم معرفي شو چې د افغانستان د بیرغ درې رنګونه، د لوبغاړي، بټ او وېکټو نښانونه پکې ځای پر ځای شوي دي.

همدارنګه د کرکټ بورډ د رسنیو او بازارموندنې مشر لطف الله ستانکزي د غوره لیګ په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل او د افغانستان غوره لیګ سیالیو نومونو ته په اشارې سره وویل چې به دغه لړۍ کې پنځه لوبډلې (کابل، پکتیا، کندهار، ننګرهار او بلخ) شاملې دي چې له دې ډلې یې د پکتیا او بلخ لوبډلې پلورل شوې دي او نورې درې به هم په راتلونکو څو ورځو کې وپلورل شي.

هغه زیاته کړه: ((لکه څرنګه چې تاسو ټول پوهېږي په شپږیزه کې شپږ لوبډلې شاملې دي چې په زونونو پورې اړوند کېدلې، خو په غوره لیګ کې بیا پنځه لوبډلې شاملې دي چې د پلازمېنې سربېره د هېواد د څلورو زونونو د مرکزونو ښکارندويي کوي.))

ستانکزي د پلورل شوو لوبډلو په اړه وویل، د پکتیا لوبډله د وي راک Vrok Mobiles India  کمپنۍ له لوري او د بلخ لوبډله د Legendary Man Entertainment Private Limited کمپنۍ له لورې اخیستل شوې ده.

همدارنګه د غونډې په دغو مراسمو کې د پکتیا او بلخ هندي ونډه والو ته د کرکټ بورډ د مشر له لوري د لوبو د ګډون سندونه هم ورکړل شول.

په پایله کې د شارجه کرکټ بورډ مرستیال ولید بوخاطر د یادې سترې بریا مبارکي وړاندې کړه او دغه کار یې د کرکټ بورډ لپاره یوه ستره لاسته راوړنه وبلله.

هغه د خپلو څرګندونو پر مهال وویل، شارجه لوبغالی د افغانستان لپاره خپل کوربه لوبغالی دی او افغان لوبغاړو تر اوسه پورې پکې ډېرې لوبې ترسره کړي او د کرکټ بورډ لاسته راوړنې او هلې ځلې د ستایلو وړ دي چې د خپلو لوبغاړو او هېواودالو لپاره یې کوي.