افغانستان په تاريخي لوبه کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه

راشد خان، اصغر افغان، رحمت شاه او ابراهيم ځدراڼ د افغانستان لپاره په زړه پورې توپوهنه او توپ اچونه ترسره کړه او افغانستان ته يې د بنګله دېش په وړاندې په يوازېنۍ ټېسټ لوبه کې ستره او تاريخي بريا ورپه برخه کړه. دا د افغانستان دریمه ټېسټ لوبه او د بنګله دېش سره بيا لومړۍ ټېسټ لوبه وه چې افغانستان پکې بريا خپله کړه، همدا راز راشد خان ته د یوولسو ویکټو ترلاسه کولو له امله د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ورکړل شوه.
افغانستان په تاريخي لوبه کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ يوازينۍ ټېسټ لوبه د سپتمبر په ۵مه نېټه د بنګله دېش په ظهور احمد چودري لوبغالي چټوګرام کې پيل شوه. پیل کې د لوبې پچه افغان لوبډلمشر راشد خان وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

افغانستان په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۳۴۲ منډې وکړې، چې له ډلې يې رحمت شاه ۱۰۲، اصغر افغان ۹۲، راشد خان ۵۱ او افسر ځاځي ۴۱ منډې وکړې.

رحمت شاه د افغانستان لومړنی توپوهونکی شو چې په ټېسټ سياليو کې يې سليزه ووهله، همدا راز راشد خان هم په ټېسټ سياليو کې خپله لومړۍ پنځوسيزه او اصغر افغان بيا دويمه پنځوسيزه ووهله.

د بنګله دېش له لوري تېجل اسلام ۴، شکېب الحسن او نعيم حسن ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

بنګله دېش په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۲۰۵ منډې وکړې، چې له ډلې يې مومن الحق ۵۲، مصدق حسېن ۴۸ ناسوځېدلې او ليتون داس ۳۳ منډې وکړې.

د افغانستان له لوري راشد خان او محمد نبي ډېره په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه او د بنګله دېش توپوهونکي يې پرې نه ښودل چې ډېرې منډې وکړې، همدا راز راشد خان ۵، محمد نبي ۳، يمين احمدزي او قېس احمد ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د افغانستان په دويمه پاڼۍ کې که څه هم د پیل توپوهونکی احسان الله جنت او وروسته رحمت شاه ونه توانېدل چې منډې وکړي، خو ابراهيم ځدراڼ او اصغر افغان په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او افغانستان يې د يو ښه هدف په لوري بوتللو.

افغانستان په دويمه پاڼۍ کې ۲۶۰ منډې وکړې، چې له ډلې يې ابراهيم ځدراڼ ۸۷، اصغر افغان ۵۰ او افسر ځاځي ۴۸ ناسوځېدلې منډې وکړې.

ابراهيم ځدراڼ په خپله لومړۍ لوبه کې پنځوسيزه ووهله، همدا راز اصغر افغان په دويمه پاڼۍ کې هم پنځوسيزه ووهله او په همدې سره یې په ټېسټ لوبو کې درې پنځوسيزې شوې.

د بنګله دېش له خوا شکيب الحسن ۳، مهدي حسن، تېجل اسلام او نعيم حسن ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

افغانستان د بنګله دېش لوبډلې ته د ۳۹۸ منډو هدف وټاکه، چې بنګله دېش د څلورمې ورځې تر پای پورې ۱۳۶ منډې وکړې او ۶ لوبغاړي يې له لاسه ورکړل.

په څلورمه ورځ باندې د باران د ورښت له امله لوبه په ډېر ځنډ سره پيل شوه، ځکه تر نيمايي ډېره ورځ د باران له امله لوبه ونه شوه او د افغانستان لپاره مهمه دا وه چې لوبه ترسره شي.

همدا وه چې د باران له درېدو وروسته لوبه پيل شوه او پاتې څلور ويکټو کې ۳ راشد خان او ۱ ويکټ ظاهر خان واخيسته او د بنګله دېش لوبډلې ټول لوبغاړي يې په ۱۷۳ منډو وسوځول.

افغانستان په خپله دريمه ټېسټ لوبه او له بنګله دېش سره په لومړۍ ټېسټ لوبه کې د بنګله دېش لوبډلې ته په ۲۲۴ منډو ستره او تاريخي ماته ورکړه او په درې ټېسټ سياليو کې يې خپله دويمه ټېسټ سيالي هم په خپل نوم کړه.

په دويمه پاڼۍ کې شکېب الحسن ۴۴، شادمان اسلام ۴۱ او مشفيق الرحیم ۲۳ منډې وکړې، خو د افغانستان له خوا بيا راشد خان ۶، ظاهر خان ۳ او محمد نبي ۱ ويکټ واخيسته.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه راشد خان ترلاسه کړه، چې نوموړی لومړنی افغان توپ اچونکی شو چې په ټېسټ سيالۍ کې يې ۱۰ ويکټې ترلاسه او د وروستۍ ویکټې په ترلاسه کولو سره یې ۱۱ ویکټې کړې.

همدا راز په دې ټېسټ سياليو کې تر ټولو زياتې منډې اصغر افغان وکړې، نوموړې په دوه پاڼيو کې ۱۴۲ منډې ترسره کړې، له هغه وروسته بيا ابراهيم ځدراڼ ۱۰۸ او رحمت شاه ۱۰۲ منډې وکړې.

له لوبې وروسته راشد خان په خپلو خبرو کې وويل، چې ځوان لوبغاړي ښه وځلېدل او دا زموږ لپاره ښه خبره ده، موږ سره په دې لوبه کې درې ځوان لوبغاړو په لومړي ځل ټېسټ لوبه ترسره کړه او ثابته يې کړه چې د افغانستان لپاره سترې لاسته راوړنې لرلی شي.

نوموړي همدا راز زياته کړه، چې په شل اوريزو لوبو کې موږ ډېر ښه يو، خو اوس مو ثابته کړه چې په ټېسټ لوبو کې هم موږ وړتيا لرو او سترې لوبډلې ماتولای شو.

نوموړي وويل چې دا د محمد نبي وروستۍ لوبه وه، هغه ډېره ښه لوبه نندارې ته وکړه او د افغانستان لوبډلې لپاره محمد نبي ډېرې لاسته راوړنې لري.

همدا راز راشد خان د سيالۍ ټرافي هم په افتخاري ډول محمد نبي ته ډالۍ کړه.

د يادولو ده چې د ابراهيم ځدراڼ، ظاهر خان او قېس احمد دا لومړۍ لوبه وه، چې ابراهيم ځدراڼ ۱۰۸ منډې وکړې، ظاهر خان بيا ۳ او قېس احمد ۱ ويکټ ترلاسه کړه.