د ملي لوبډلې د ټولو لوبغاړو د کورونا ناروغي پایله منفي ده

افغانستان کرکټ بورډ شا وخوا یوه-نیمه میاشت وړاندې د ملي لوبډلې د ۲۴ لوبغاړو لپاره روزنیز کمپ پیل کړی و چې له پای ته رسېدو سره یې ادارې د غوره احتیاط او پاملرنې په موخه د ټولو لوبغاړو د کورونا ناروغۍ د تشخیص معاینې وکړې.

دغه راز ادارې د لوبغاړو د لا ډېر خوندیتوب په موخه د هېواد د روغتیا وزارت په مرسته د کورونا پر وړاندې د مبارزې او سپارښتنو عملي کولو په موخه ټولو لوبغاړو ته یو ورکشاپ هم جوړ کړی و. دا چې له دې وړاندې د ذکر شوو ټولو لوبغاړو د معاینې کېټونه اخیستل شوي وو نو په ترڅ کې یې نن د روغتیا وزارت له ادارې سره د لوبغاړو د ټېسټونو پایلې هم شریکې کړې چې پکې د ټولو لوبغاړو د کورونا ناروغي منفي ښودل شوې ده.

افغانستان کرکټ بورډ درې ورځې وړاندې د کورونا ویروس خپرېدو د مخنيوي له بېړنۍ ملي کمېټې څخه د هېواد په کچه د لوبو ترسره کولو اجازه هم ترلاسه کړه چې پر بنسټ به یې اداره په نږدې راتلونکي کې د شپږیزې کرکټ لیګ، لومړۍ درجه ولایتي او لېسټ اې سیالۍ ترسره کړي.

په هیواد کې د کرونا ویروس د وروستي وضعیت، خپریدو، وقایې او دې ویروس سره د مبارزې په برخه کې افغان کرکټ بورډ د روغتیا نړیوال سازمان او روغتیا وزارت سپارښتنو ته په به بشپړ ډول ژمن دی چې د افغانستان کرکټ بورډ په دغه ډګر کې له ټولو اړوند لوریو، په ځانګړي ډول د هېواد د روغتیا له وزارت ځانګړې مننه کوي.