افغان لوبډله د زمبابوې پر وړاندې سیالیو په موخه یاد هېواد ته روانه شوه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له زمبابوې سره د درې نړیوالو یو ورځنیو او درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو لپاره نن له غرمې وروسته یاد هېواد ته روانه شوه.
افغان لوبډله د زمبابوې پر وړاندې سیالیو په موخه یاد هېواد ته روانه شوه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له زمبابوې سره د درې نړیوالو یو ورځنیو او درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو لپاره نن له غرمې وروسته یاد هېواد ته روانه شوه.

افغان لوبډله به د مهالوېش له مخې د راتلونکې جون میاشتې په څلورمه نېټه د کوربه لوبډلې پر وړاندې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لوبلړۍ پیل کړي چې ورپسې به د جون میاشتې په دویمه لسیزه کې د یاد هېواد پر وړاندې درې شل اوریزې نړیوالې لوبې هم ترسره کړي چې په همدې موخه نن افغان لوبډله یاد هېواد ته روانه شوه.

افغان لوبډله به له یوې اونۍ تمریناتو وروسته د یاد هېواد پر وړاندې درې نړیوالې یو ورځنۍ لوبې وکړي چې د راتلونکې جون میاشتې په څلورمه، شپږمه او نهمه نېټه د زمبابوې په پلازمېنه هرارې کې دوام ومومي. د یو ورځنیو سیالیو له پای ته رسېدو وروسته به دواړه لوبډلې په همدې لوبغالي کې درې شل اوریزې سیالۍ هم د جون میاشتې په ۱۱مه، ۱۲مه او ۱۴مه نېټه ترسره کړي. 

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي میرویس اشرف د ملي لوبډلې له روانېدو وړاندې له ملي لوبغاړو سره ولیدل او هغوی سره یې د دغو سیالیو د اهمیت په اړه مفصلې خبرې وکړې. نوموړي دغه راز ملي لوبډلې ته ډاډ ورکړ چې د هیوادوالو بشپړ ملاتړ له ځان سره لري او په راتلونکو سیالیو کې یې غوره لوبو ته سترګې په لاره دي.

د یادونې وړ ده چې افغان لوبډلې تر دې مهاله د کرکټ نړیوالې شورا په سوپر لیګ سیالیو کې ۹ لوبې کړې چې له منځه یې ۷ بریاوې خپلې دي او اوسمهال د ۷۰ نمرو په لرلو سره د جدول پنځم مقام له ځان سره لري.