د متحده عربي اماراتو روزنیز کمپ لپاره ۱۹ کسیزه لوبډله وټاکل شوه

افغان ملي لوبډله به راتلونکې اونۍ د مهارت لوړولو، تکړښت او فزیکي جوړښت (فټنس) په موخه د متحده عربي اماراتو دوبۍ ښار ته سفر وکړي او په دغه هېواد کې به د دوه اونیو لپاره روزنیز تمریناتي کمپ ترسره کړي چې په لړ کې به یې د لوبغاړو پر تخنیکي اړخونو، غوره توپوهنه او چټکه توپ اچونه ډېر کار وشي.

په دغه روزنیز کمپ کې به د ملي لوبډلې ۱۹ لوبغاړي ګډون ولري چې د متحده عربي اماراتو د کرکټ په نړیواله اکاډمي (GCA) کې به د دوه اونیو لپاره تمرینات ترسره کړي.

د متحده عربي اماراتو د دغه روزنیز کمپ په نوملړ کې اصغر افغان، رحمت شاه، حضرت الله ځاځی، رحمن الله ګربز، نوین الحق، سمیع الله شینواری، عثمان غني، نجیب تره کی، نجات مسعود، فرید ملک، درویش رسولي، میرویس اشرف، ګلبدین نایب، یمین احمدزی، نجیب الله ځدراڼ، کریم جنت، شاپور ځدراڼ، عظمت الله عمرزی او سلیم ساپی شامل دي.

د یادولو ده چې د ملي لوبغاړو یاده ۱۹ کسیزه لوبډله به د  مشر روزونکي لانس کلوزنر تر مشرۍ لاندې د روانې جنورۍ میاشتې په ۱۲مه نېټه متحده عربي اماراتو ته ولاړه شي او له شاوخوا دوه اونیو تمریناتي کمپ ترسره کولو وروسته به د همدې میاشتې په ۲۵مه نېټه بیرته هېواد ته راستنه شي.