افغانستان کرکټ بورډ د ټولو کورنیو سیالیو د ترسره کېدو منظوري ترلاسه کړه

افغانستان کرکټ بورډ له ډېرو هلو ځلو وروسته نن د کورونا ویروس له خپرېدو د مخنيوي له بېړنۍ ملي کمېټې چې مشري یې د جلالتمآب ولسمشر دویم مرستیال ښاغلی سرور دانش پر غاړه لري؛ د هېواد په کچه د لوبو ترسره کولو اجازه ترلاسه کړه چې په دې سره به په نږدې راتلونکي کې د شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ هم پیل شي.
افغانستان کرکټ بورډ د ټولو کورنیو سیالیو د ترسره کېدو منظوري ترلاسه کړه

افغانستان کرکټ بورډ له ډېرو هلو ځلو وروسته نن د کورونا ویروس له خپرېدو د مخنيوي له بېړنۍ ملي کمېټې چې مشري یې د جلالتمآب ولسمشر دویم مرستیال ښاغلی سرور دانش پر غاړه لري؛ د هېواد په کچه د لوبو ترسره کولو اجازه ترلاسه کړه چې په دې سره به په نږدې راتلونکي کې د شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ هم پیل شي.

په دغه ناسته کې چې د افغانستان کرکت بورډ په استازیتوب پکې اجراییه ریيس ښاغلي لطف الله ستانکزي ګډون درلود، وویل: (( داخلي کرکټ د نړیوال کرکټ لپاره د چمتووالي او غوره سیالیو په موخه یو غوره پیل دی، ترڅو لوبغاړي لومړی باید بشپړ چمتو او له هغه وروسته نړیوالو ډګرونو ته ولاړ شي او د افغانستان لپاره بریاوې راوړي.))

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه، کرکټ لوبه په ازده فضا کې ترسره کېږي او همدارنګه زموږ ټول فعالیتونه د کرکټ نړیوالې شورا له لوري څارل کېږي نو اړینه ده، ترڅو په هېواد کې د کرکټ فعالیتونه بیا پیل شي او په دغه برخه کې د روغتیا وزارت او اړوند بنسټونو ډېره مننه چې تر اوسه یې له افغانستان کرکټ بورډ سره بشپړه همکاري کړې ده.

سربېره پر دې د هېواد د ولسمشر دویم مرستیال ښاغلي سرور دانش هم وویل، د کرکټ لوبغاړو د افغانستان لپاره ډېر ویاړونه راوړي پر همدې بنسټ د افغانستان کرکټ بورډ اداره کولی شي چې د کورونا ناروغي پر وړاندې د روغتیا وزارت د ټولو سپارښتنو او لارښونو په عملي کولو سره په داخلي کچه لوبې او تمرینات ترسره کړي.

افغانستان کرکټ بورډ د کورنیو سیالیو د ترسره کېدو لپاره د تاییدي او منظورۍ ترلاسه کولو په موخه خپل غوښتنلیک او طرحه لومړی د هېواد د روغتیا وزارت او له هغه وروسته د کورونا ناروغي له خپرېدو د مخنیوي ملي کمېټې ته سپارلي وو چې نن د ډېرو هلو ځلو په پایله کې د جلالتماب ولسمشر د دویم مرستیال ښاغلي سرور دانش چې د یادې کمېټې مشري پر غاړه لري، منظوري ورکړل شوه.

باید وویل شي، کرکټ بورډ د هېواد په کچه لومړنۍ ورزشي اداره ده چې د کورونا وبا له خپرېدو وروسته د هېوادوالو د خوښیو په موخه یو ځل بیا خپل فعالیتونه پیلوي.

د یادولو ده چې افغانستان کرکټ بورډ په نږدې راتلونکي کې د لومړی درجه او شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو د پیلولو هوډ لري چې دغه لوبې د یاد اجازه لیک له ترلاسه کولو پرته ناممکنه وې چې دا دی په دې سره به د شپږیزې لیګ او نورې کورنۍ سیالۍ د نندارچیانو له شتون پرته ترسره شي.