د کرکټ بورډ له لورې د خبریالانو ملي ورځ ونمانځل شوه

د حوت یا کب د میاشتې ۲۷ مه نېټه په هېواد کې د خبریالانو د ملي ورځې په نوم یادېږي، چې سږ کال یاده ورځ په مرکز کابل کې د بېلابېلو ملي، سیمه ایزو او نړیوالو رسنیو خبریالانو په شتون کې د افغانستان کرکټ بورډ له لوري په کابل کرکټ لوبغالي کې د دوه کرکټ لوبو په ترسره کولو سره ونمانځل شوه.

دغه دوه لوبې د دوو لوبډلو (د خبریالانو لوبډلې او تیم خبرنگاران) ترمنځ ترسره شوې چې دواړو لوبډلو یوه، یوه لوبه وګټله.

د دغو لوبو او ورځې په پای کې د افغانستان د ورزشي خبریالانو فدراسیون مشر خوشحال تایب خپلو خبرو کې په تېر کال کې د خبریالانو ستونزو ته اشاره وکړه او له کرکټ بور‌ډ یې مننه وکړه چې په نسبتاً سختو حالاتو کې یې د خبریالانو لپاره د یو ځای کېدو او لیدو فرصت برابر کړ، همدارنګه د پژواک خبري اژانس مشر خبریال جاوید همیم کاکړ بیا کرونایي حالت کې د خبریالانو ستونزې یادې کړې او تر څنګ یې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې او په ځانګړي ډول د یادې ادارې د رسنیو څانګې له غړو مننه وکړه چې خبریالانو ته په خپل وخت معلومات او اطلاعات ورکوي، په ورته وخت کې د طلوع نیوز پخواني خبریال فریدالله محمدي هم په خپل وار د افغانستان کرکټ بورډ له ادارې مننه وکړه او زیاته یې کړه چې یادې ادارې تل د خبریالانو سره ښې اړیکې پاللي او د افغانستان د کرکټ سم انځور یې تر مینوالو او نړیوالو رسولی، د خبریالانو له ډلې د شمشاد ټلویزیون د سپورټس خبریال سمیع الله پام خپلو خبرو کې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې او رسنیو څانګې څخه د مننې کولو ترڅنګ وویل چې دغه ډول پروګرامونه او لوبې برابرول د ورزشي خبریالانو سره په مسلکيتوب کې مهمه ونډه لوبوي؛ په ورستیو کې د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د کرکټ بورډ په استازولۍ خبرې وکړې او یادونه یې وکړه چې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس فرهان یوسفزي خبریالانو او د خبریالانو ورځې ته په احترام یې د دغه دوه لوبو او یاد پروګرام د ترسره کېدو هدایات ورکړل، هوتک زیاته کړه چې دغه ډول پروګرامونه به د مرکز سربېره نورو ولایتونو ته هم وغځوي تر څو د نور سیمو د رسنیو خبریالان هم له دغه ډول لوبو او پروګرامونو څخه برخمن شي.