د افغانستان کرکټ بورډ د بورډ غړو کلنۍ غونډه ترسره شوه

د افغانستان کرکټ بورډ د بورډ غړو کلنۍ غونډه په لومړي ځل د افغانستان کرکټ بورډ په مرکزي دفتر کې نن وشوه.
د افغانستان کرکټ بورډ د بورډ غړو کلنۍ غونډه ترسره شوه

د افغانستان کرکټ بورډ د بورډ غړو کلنۍ غونډه په لومړي ځل د افغانستان کرکټ بورډ په مرکزي دفتر کې نن وشوه، چې د کرکټ بورډ عمومي رييس ښاغلي فرهان يوسفزي، اجراييوي مشر ښاغلي لطف الله ستانکزي او د بورډ غړيو ښاغليو او اغلو محمد جواد پېکار، ګلالۍ نور صافۍ، ضيا الحق امرخېل، فريدون الهام، نوريالي ابراهيمي د الکوزي شرکت د مشر عبدالرحمن الکوزي په استازيتوب او کاملې صديقي برخه واخيسته.

د غونډې په پيل کې اجراييوي مشر لطف الله ستانکزي د کرکټ بورډ د تېر کال پرېزينټيشن وړاندې کړ، چې پکې د کرکټ بورډ د ٢٠١٩ کال ټولې چارې په بشپړ ډول ترتيب شوې وې.

له پرېزينټيشن وروسته د ٢٠٢٠ کال لپاره د کرکټ بورډ پلان او بوديجه منظوره شوه، همدا راز يو لړ پرېکړې وشوې، چې په لاندې ډول دي:

- د بورډ غړو د کرکټ بورډ نه وغوښتل چې یو اوږد مهاله او سټراټيژيک پلان، تګلاره او ليدلورى بايد جوړ شي.

- په يو سوداګريز پلان بايد کار وشي، چې د کرکټ بورډ له لوبغالو او اکاډميو عوايد ترلاسه شي، چې په دې برخه کې به محمد جواد پېکار هم له کرکټ بورډ سره همکاري وکړي.

- د فوټبال فدراسيون مخې ته د ملي بس تصدۍ د ځمکې په اړه، چې د کابل نوى نړيوال کرکټ لوبغالى پکې جوړېږي، د کرکټ بورډ غړو له دغه پرېکړې ملاتړ وکړ او وې ويل چې بايد ياده ځمکه کرکټ بورډ ته ورکړل شي.

- د بورډ غړو له د کرکټ بورډ له مشرتابه وغوښتل، چې د الکوزي شرکت مشر عبدالرحمن سره دې ناسته برابره کړي او د کابل نوي کرکټ لوبغالي لپاره دې ترې بوديجه ترلاسه کړي.

- د کرکټ اړوند ادارو، کلبونو او اکاډميو د تصدیق لپاره دې پر يو مېکانيزم کار وشي.

- د کرکټ په اړه د افغانستان کرکټ بورډ يوازينۍ منل شوې اداره ده او بل هېڅوک د کرکټ ادارې له اجازې پرته د فعاليت حق نه لري، نو د پرېکړې له مخه د شل اوريزه کرکټ فدراسيون ATCF جواز دې د عدليې وزارت لغوه کړي.

- د کرکټ بورډ د غړو ناستې به له دې وروسته په مياشت کې يو ځل کېږي.

- د کرکټ بورډ اجراييوې څانګې ته لارښوونه وشوه، چې د افغانستان شل اوریز غوره لیګ لپاره د نوې کمپنۍ د موندلو د تدارکاتي پروسېجر له پيل وړاندې دې د افغانستان غوره ليګ لپاره د نوي Partner پېدا کولو لپاره دې يو يو TOR برابر او د بورډ غړو په راتلونکې غونډه کې دې وړاندې شي.