افغان اتلانو زمبابوې ته د شل اوریزو سیالیو په لوبلړۍ کې ماتې ورکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ په وروستۍ او برخلیک ټاکونکې لوبه کې کوربه زمبابوې لوبډلې ته د ۳ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د دواړو لوبډلو ترمنځ یې دغه لوبلړۍ ۲-۱ په خپله ګټه پای ته ورسوله.
افغان اتلانو زمبابوې ته د شل اوریزو سیالیو په لوبلړۍ کې ماتې ورکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ په وروستۍ او برخلیک ټاکونکې لوبه کې کوربه زمبابوې لوبډلې ته د ۳ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د دواړو لوبډلو ترمنځ یې دغه لوبلړۍ ۲-۱ په خپله ګټه پای ته ورسوله.

د وروستۍ لوبې پچه هم افغان لوبډلې وګټله خو دا ځل یې د سیالې لوبډلې پر وړاندې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. افغان اتلانو د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې خورا ښه توپ اچونه وکړه او د کوربه زمبابوې لوبډلې ټول لوبغاړي یې د ۱۲۷ منډو جوړولو وروسته له ډګره بهر کړل. د افغان اتلانو په ګټه لوبډلمشر راشد خان بهترینه توپ اچونه وکړه او ۴ ویکټې یې ترلاسه کړې، دغه راز عظمت الله عمرزي، مجیب الرحمن او نوین الحق هم غوره توپ اچونه وکړه او هر یوه ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

افغان اتلانو د یاد هدف په ځواب کې خورا ښه توپوهنه وکړه او دغه هدف یې درې توپه وړاندې د ۷ ویکټو په زیان بشپړ کړ او دغه ستره لوبلړۍ یې ۲-۱ په خپله بریا پای ته ورسوله. د افغان لوبډلې په ګټه تکړه عظمت الله عمرزي ۳۴، ګلبدین نایب ۲۲ او محمد نبي ۲۴* ناسوځېدلې منډې جوړې کړې چې پرمټ یې افغان اتلانو له یوې خورا عالي لوبې وروسته دغه هدف بشپړ کړ.

عظمت الله عمرزی، چې د افغان لوبډلې په بریا کې یې ستره ونډه درلوده او په توپ اچونه کې یې د دوه ویکټو ترڅنګ په توپوهنه کې ۳۴ منډې هم جوړې کړې وې، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د نوموړي ترڅنګ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه ښي لاسي چټک توپ اچوونکي نوین الحق هم د زمبابوې پر وړاندې لوبلړۍ کې ډېره ښه توپ اچونه وکړه او په درې لوبو کې یې ۸ ویکټې ترلاسه کړې چې پرمټ یې د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

افغان لوبډله به له دې وروسته د یادې لوبډلې پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو لپاره چمتووالی نیسي چې ټاکل شوې ده د راتلونکې سه شنبې په ورځ به په همدې هرارې کرکټ لوبغالي کې پیل شي چې د روانې دسمبر میاشتې تر ۲۱مې نېټې پورې به دوام ومومي.