افغان ځوانانو د نوولس کلنو لوبغاړو د درې اړخیزې لوبلړۍ اتلولي خپله کړه

د افغانستان نوولس کلنې کم عمره کرکټ ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو په کوربه توب د درې اړخیزې لوبلړۍ په پایلوبه کې د پاکستان نوولس کلنې کم عمره ملي لوبډلې ته د ۲۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د یادو سیالیو اتلولي یې خپله کړه.
افغان ځوانانو د نوولس کلنو لوبغاړو د درې اړخیزې لوبلړۍ اتلولي خپله کړه

د افغانستان نوولس کلنې کم عمره کرکټ ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو په کوربه توب د درې اړخیزې لوبلړۍ په پایلوبه کې د پاکستان نوولس کلنې کم عمره ملي لوبډلې ته د ۲۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د یادو سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

د دغو سیالیو د پایلوبې پچه افغان ځوانانو وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. افغان لوبډلې د دغې پایلوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ۹ لوبغاړو په زیان سره ۲۵۰ منډې جوړې کړې او سیالې پاکستانۍ لوبډلې ته یې د ۲۵۱ منډو هدف وټاکه. د افغان لوبډلې په ګټه برکت الله ابراهیمزي ۷۹، نظیف الله امیري ۵۶ او فیصل خان ۴۱ منډې جوړې کړې.

افغان ځوانانو د خپل ۲۵۱ منډو هدف په دفاع کې خورا ښه توپ اچونه وکړه او د نصیر خان معروف خېل، عبدالعزیز خان، غضنفر، عزیر خان او خاطر ستانکزي د غوره توپ اچونې پر مټ یې سیالې پاکستانۍ لوبډلې ته د منډو په توپیر ماتې ورکړه او د دغو سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

د افغان نوولس کلنې کم عمره کرکټ ملي لوبډلې په ګټه نصیر خان معروف خېل او نصرت الله نورستاني دوه-دوه، عبدالعزیز خان، غضنفر، عزیر خان او خاطر خان ستانکزي یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه او د افغان ځوانانو په اتلولۍ کې یې ستره ونډه ادا کړه.

دغه سیالۍ د روانې نومبر میاشتې په ۱۳مه نېټه د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې پیل شوې چې پکې د افغانستان او پاکستان لوبډلو سربېره کوربه متحده عربي اماراتو لوبډلې هم ګډون درلود. افغان لوبډلې د یادو سیالیو په ترڅ کې د پایلوبې په ګډون ټولې ۵ لوبې ترسره کړې چې په څلورو بریاو سره یې د یادو سیالیو اتلولي خپله کړه.

د دغو سیالیو له پای ته رسېدو وروسته به افغان لوبډله د نوولس کلنو لوبغاړو په اسیا جام سیالیو کې ګډون وکړي چې د روانې نومبر میاشتې په ۲۹مه نېټه، د راتلونکې جمعې په ورځ، پېلیږي، ګډون وکړي. د یادو سیالیو په لړ کې افغان لوبډله د سیالیو په لومړۍ ورځ د بنګله دېش نوولس کلنې کم عمره کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي چې له هغه وروسته به د سیالو سریلانکا او نیپال لوبډلو پر وړاندې هم لوبې ترسره کړي.