افغان اتلانو ایرلنډ ته په دریمه شل اوریزه لوبه کې ماتې ورکړه او د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ یې په خپل نوم کړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نن د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې سیالې ایرلنډ لوبډلې ته په دریمه شل اوریزه لوبه کې د ۵۷ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړه او د درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ یې ۲-۱ په خپله بریا پای ته ورسوله.

افغان اتلانو لومړی توپوهنه وکړه او په لومړۍ پاڼۍ کې یې د خپلو ۷ لوبغاړو په زیان سره ۱۵۵ منډې جوړې کړې. د افغان اتلانو په ګټه ابراهیم ځدراڼ ۷۲، محمد اسحق ۲۷ او صدیق الله اتل ۱۹ منډې جوړې کړې. افغان لوبډلې د یاد هدف په دفاع کې خورا ښه توپ اچونه وکړه او سیاله لوبډله یې په ۹۸ منډو له ډګره بهر کړه. د افغان لوبډلې په ګټه عظمت الله عمرزي ۴، نوین الحق ۳، راشد خان، فضل الحق فاروقي او ننګیال خروټي یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه. 

عظمت الله عمرزی د خپلې بهترینې توپ اچونې له امله د سیالۍ سټایلش لوبغاړی ونومول شو. دغه راز ابراهیم ځدراڼ چې د افغان لوبډلې په ګټه یې ۷۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې وې، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. سربېره پر دې راشد خان چې په یاده لوبلړۍ کې یې د ۴۵ منډو په بدل کې ۸ ویکټې ترلاسه کړې وې، د لوبلړۍ تر ټولو غوره لوبغاړی ونومول شو. 

په دې بریا سره د افغانستان په کوربه توب د ایرلنډ پر وړاندې د ټولو بڼو لوبلړۍ پای ته ورسېده چې په ترڅ کې یوازېنۍ ټېسټ لوبه سیالې ایرلنډ، د درې نړیوالو یو ورځنیو او درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ افغان لوبډلې په خپله ګټه پای ته ورسولې.