افغان اتلانو له بنګله دېش تاریخي لوبلړۍ په خپل نوم کړه

د افغانستان اتلې کرکټ ملي لوبډلې نن د روانې لوبلړۍ په دویمه سیالۍ کې کوربنې بنګالۍ لوبډلې ته په خپل کور کې د ۱۴۲ منډو په لوی توپیر سره ماتې ورکړه او دغه لوبلړۍ یې مخکې له مخکې۲-۰ په خپل نوم کړه.
افغان اتلانو له بنګله دېش تاریخي لوبلړۍ په خپل نوم کړه

د افغانستان اتلې کرکټ ملي لوبډلې نن د روانې لوبلړۍ په دویمه سیالۍ کې کوربنې بنګالۍ لوبډلې ته په خپل کور کې د ۱۴۲ منډو په لوی توپیر سره ماتې ورکړه او دغه لوبلړۍ یې مخکې له مخکې۲-۰ په خپل نوم کړه.

باید وویل وشي چې افغان لوبډله دویمه لوبډله شوه چې له ۲۰۱۶م کال راهیسي له بنګله دېش څخه په خپل کور کې لوبلړۍ ګټي. بنګله دېش له دې وړاندې دوه لوبلړۍ یوازې انګلستان ته بایللې او بیا یې په خپل کوربه توب د یو ورځنیو سیالیو هیڅ لوبلړۍ نه وه بایللې.

په نننۍ سیالۍ کې لومړی افغان ملي لوبډلې توپوهنه ترسره کړه چې د ۳۳۲ منډو ستر هدف یې سیالې لوبډلې ته وټاکه. د افغان اتلانو له لوري رحمن الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ لومړی د پیلیزو توپوهونکو په توګه ۲۵۶ منډې ملګرتیا وکړه چې دا په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې د افغانستان لپاره لومړنۍ، همدا راز د بنګله دیش پر وړاندې د پیلیزو لوبغاړو په توګه دویمه او په نړیواله کچه د پیلیزو لوبغاړو ۱۴مه ستره ملګرتیا وګڼل شوه.

د افغان ملي لوبډلې په توپوهوونکو کې رحمن الله ګربز په ۱۲۵ توپونو ۱۴۵ منډې جوړې کړې او په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې یې ۴مه سلیزه جوړه کړه. همدا راز بل پیلیز توپوهونکي ابراهیم ځدراڼ په ۱۱۹ توپونو ۱۰۰ منډې جوړې کړې چې نوموړي هم خپله ۴مه سلیزه په خپل نوم کړه. په دې سره افغانستان ټاکلو ۵۰ اورونو کې ۳۳۱ منډې جوړې کړې او په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې یې دریم ستر هدف وټاکه.

د بنګله دېش لوبډلې په توپ اچوونکو کې مستفیذ الرحمن، حسن محمود، شکیب الرحسن او مهدي حسن هر یوه ۲-۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ۳۳۲ منډو هدف په ځواب کې بنګله دېشۍ لوبډلې په ۴۳.۲ اورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۱۸۹ منډې جوړې کړې او د ۱۴۲ منډو په توپیر یې ماتې ومنله. د یادې لوبډلې په توپوهنه کې مشفیق الرحیم ۶۹، مهدي حسن میراز او شکیب الحسن هر یوه ۲۵ منډې ترلاسه کړې.

د افغان اتلانو له لوري په توپ اچونه کې مجیب الرحمن د ۴۰ منډو بدل کې ۳، فضل الحق فاروقي د ۲۲ منډو بدل کې ۳ او راشدخان د ۲۲ منډو بدل کې ۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.

د افغان کرکټ ملي لوبډلې پیلیز توپوهونکی رحمن الله ګربز د ۱۴۵ منډو په جوړولو سره د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

د یادونې وړ ده چې افغان اتله ملي لوبډله به له بنګله دیش ملي لوبډلې سره د روانې لوبلړۍ وروستۍ سیالۍ د راتلونکي سه شنبې پر ورځ ترسره کړي.