افغان لوبډله د روانې دسمبر میاشتې په پای کې د سیالیو په موخه متحده عربي اماراتو ته ځي

افغان لوبډله د روانې دسمبر میاشتې په وروستۍ اونۍ کې د درې نړیوالو شل اوریزو او دوو یو ورځنیو تمریناتي لوبو په موخه متحده عربي اماراتو ته ځي چې د اتلانو د لوبو یاده لوبلړۍ به د دسمبر په ۲۵مه پیل چې د ۲۰۲۴م کال د جنوري تر دویمې نېټې پورې دوام ومومي.
افغان لوبډله د روانې دسمبر میاشتې په پای کې د سیالیو په موخه متحده عربي اماراتو ته ځي

افغان لوبډله د روانې دسمبر میاشتې په وروستۍ اونۍ کې د درې نړیوالو شل اوریزو او دوو یو ورځنیو تمریناتي لوبو په موخه متحده عربي اماراتو ته ځي چې د اتلانو د لوبو یاده لوبلړۍ به د دسمبر په ۲۵مه پیل چې د ۲۰۲۴م کال د جنوري تر دویمې نېټې پورې دوام ومومي.

افغان اتلان به له دریو نړیوالو شل اوریزو سیالیو وړاندې، دوه تمریناتي یو ورځنۍ لوبې هم ترسره کړي چې لومړی به یې د دسمبر میاشتې په ۲۵مه او دویمه هغه په ۲۷مه نېټه پر شارجه کرکټ لوبغالي ترسره شي چې ورپسې به نړیوالې شل اوریزې لوبې هم پر یاد لوبغالي د دسمبر په ۲۹مه، ۳۱مه او وروستۍ هغه د جنوري میاشتې په دویمه نېټه ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې دغه سیالۍ د هغه هوکړه لیک له مخې ترسره کېږي چې تېر کال د افغانستان کرکټ بورډ او متحده عربي اماراتو د کرکټ ادارې ترمنځ لاسلیک شوی و چې پر بنسټ یې افغانستان کرکټ بورډ هر کال له یاد هېواد سره درې شل اوریزې نړیوالې لوبې ترسره کوي او په بدل کې یې متحده عربي امارات افغان لوبغاړو او مسوولینو ته د ویزو د ورکړې، له نورو هېوادونو سره د افغانستان د کوربه توب پر مهال د لوبغالو د فیس په نه ورکړې او نورو اړوند ډګرونو کې همکاري کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب خان په دې اړه وویل: ((له متحده عربي اماراتو سره په یاد ډګر کې همکاري ډېره مؤثره ده. له دې وړاندې مو چې له یاد هېواد سره کومې لوبې ترسره کړې، د نورو سترو لوبډلو پر وړاندې د غوره چمتووالي لپاره ډېرې اړینې او مؤثره وې چې له دغې لوبلړۍ به هم د راتلونکو سیالیو لپاره د غوره چمتووالي په ډګر کې ښه ګټه پورته کړو او د ۲۰۲۴م کال لپاره به یو غوره پیل او ګام وي.))

دغه راز د متحده عربي اماراتو کرکټ ادارې عمومي منشي مبشر عثماني هم وایي: ((دا زموږ لپاره ویاړ دی چې د افغان لوبډلې کوربه توب کوو او په روان کال کې دا دویم ځل دی چې د یادې لوبډلې پر وړاندې لوبلړۍ ترسره کوو. زموږ لوبغاړو تېر ځل هم له افغان لوبډلې سره خورا ښې لوبې لرلې، زه ډاډمن یم چې دا ځل به هم موږ بهترینې لوبې ترسره کړو.))

باید وویل شي چې افغانستان کرکټ بورډ راتلونکی ۲۰۲۴م کال د لوبو له اړخه یو مصروفه مهالوېش لري چې له یادې لوبلړۍ وروسته به د هندوستان، ورپسې به د سریلانکا او  ګام په ګام د نورو سترو لوبډلو پر وړاندې سیالۍ ترسره او همدارنګه د ۲۰۲۴م کال د شل اوریزو سیالیو په نړیوال جام کې ګډون وکړي.