افغان اتلانو د شل اوریز نړیوال جام ۸ غوره لوبډلو پړاو ته لاره ومونده

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې د خپلې دریمې لوبې په موخه د پاپو نیو ګیني پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شوه چې د یوې هر اړخیزې لوبې په پایله کې یې سیالې لوبډلې ته د ۷ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د ۲۰۲۴م کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو د ۸ غوره لوبډلو پړاو ته یې لاره ومونده. 

د دغې لوبې پچه د افغان لوبډلې لوبډلمشر وګټله او سیاله پاپو نیو ګیني لوبډله یې توپ وهنې ته راوبلله. پاپو نیو ګيني په ۱۹.۵ اورونو کې د ۹۵ منډو په جوړولو خپله ټوله لوبډله له لاسه ورکړه چې په توپ وهونکو کې ورته کپلن دوریګا تر ټولو ډېرې ۲۷، الي ناو ۱۳ او ټونی اورا ۱۱ منډې جوړې کړې.

د افغان توپ اچوونکو له لوري تر دې مهاله د روان نړیوال جام مخکښ توپ اچوونکي فضل حق فاروقي ۳، نوین الحق ۲ او نور احمد ۱ لوبغاړی له ډګره بهر کړ. پاتې ۴ لوبغاړي د غوره ډګر ساتنې په لړ کې د منډې پر مهال اوټ شول. 

افغان لوبډلې د توپ وهنې په پاڼۍ کې خپل پیلیز توپ وهونکي ابراهیم ځدراڼ او رحمان الله ګربز زر له لاسه ورکړل خو په منځني توپ وهونکو کې د ګل بدین نایب او محمد نبي ملګرتیا افغان لوبډله بریا ته ورسوه او په ترتیب سره یې د ۴۹ او ۱۶ ناسوځېدلو منډو سره یاد هدف ته په ۱۵.۱ اورنو کې ځان ورساوه. فضل حق فاروقي د خپلې غوره توپ اچوونې پر مټ یو ځل بیا وکولای شول، د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه په خپل نوم کړي.

په دې بریا سره افغان لوبډلې د ۸ غوره لوبډلو پړاو ته لاره ومونده خو یاد پړاو ته د تګ له مخه به په ګروپي پړاو کې خپله وروستۍ سیالۍ د جون میاشتې په ۱۸مه نېټه د ویسټ انډیز لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.