افغان اتلانو سوېلي افریقا ته ستره ماتې ورکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نن په شارجه کرکټ لوبغالي کې له یوې خورا په زړه پورې لوبې وروسته سوېلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې ته د ۶ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او په روانه لوبلړۍ کې یې ۱-۰ مخکېوالی ترلاسه کړ. دا په نړیوال کرکټ کې د سوېلي افریقا پر وړاندې د افغان اتلانو لومړنۍ بریا وه چې په خپل نوم یې ثبت کړه. 

سوېلي افریقا د دغې لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. افغان لوبډلې په دغه لوبه کې ډېر ښه پیل واخیست او د لومړۍ پاڼۍ تر پایه یې خپلې غوره توپ اچونې ته دوام ورکړ چې په پای کې یې سیاله سوېلي افریقا کرکټ لوبډله په ۱۰۶ منډو له ډګره بهر کړه. د افغان لوبډلې په ګټه فضل الحق فاروقي ۴، الله محمد غضنفر ۳ او راشد خان دوه ویکټې ترلاسه کړې.

افغان اتلانو د یاد هدف په ځواب کې رحمن الله ګربز او رحمت شاه زرمتی وختي له لاسه ورکړل، دغه راز ځوان پیلیز توپوهونکی ریاض حسن هم له ۱۶ منډو جوړولو وروسته له ډګره بهر شو، خو ګلبدین نایب او عظمت الله عمرزي خورا ښه توپوهنه وکړه او افغان لوبډله یې د ۶ ویکټو په توپیر سترې بریا ته ورسوله. نایب ۳۴* او عظمت الله عمرزي ۲۵ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او د افغان اتلانو په بریا کې یې ستره ونډه ادا کړه.

فضل الحق فاروقي په دغه لوبه کې خورا ښه توپ اچونه وکړه. نوموړي په ۷ اورونو کې د ۳۵ منډو په بدل کې ۴ ویکټې ترلاسه کړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. 

د یادونې وړ ده چې افغان اتلان به راتلونکې جمعې په ورځ د روانې لوبلړۍ په دویمه لوبه کې د سیالې سوېلي افریقا پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.