افغان اتلانو سویلي افریقا ته د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په لوبلړۍ کې ۲-۱ ماتې ورکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د درې نړیوالو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ وروستۍ لوبه سیالې سویلي افریقا لوبډلې ته وبایلله، خو په لومړیو دوه سیالیو کې یې د بریاو په خپلولو سره د دغې لوبلړۍ جام ۲-۱ په خپل نوم کړ.
افغان اتلانو سویلي افریقا ته د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په لوبلړۍ کې ۲-۱ ماتې ورکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د درې نړیوالو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ وروستۍ لوبه سیالې سویلي افریقا لوبډلې ته وبایلله، خو په لومړیو دوه سیالیو کې یې د بریاو په خپلولو سره د دغې لوبلړۍ جام ۲-۱ په خپل نوم کړ.

د دریمې لوبې پچه هم افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي وګټله او لومړی یې خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه. افغان لوبډله له درې بدلونونو سره لوبېده چې یو لوبغاړی یې عبدالمالک و، نوموړی د لومړي ځل لپاره په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې لوبېده خو ښه پیل یې وانخیست او یوازې په ۹ منډو یې خپله ویکټ له لاسه ورکړه. بل لوري ته رحمن الله ګربز د تېرې لوبې په څېر بیا هم غوره توپوهنه وکړه او د افغان لوبډلې په ګټه یې ۸۹ منډې جوړې کړې.

د نورو افغان توپوهونکو په منځ کې محمد غضنفر یوازېنی لوبغاړی و چې له ګربز وروسته یې ډېرې ۳۱* منډې جوړې کړې وې. افغان لوبډلې په ۳۴ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي یوازې په ۱۶۹ منډو کې له لاسه ورکړل او سیالې سویلي افریقا لوبډلې ته یې د ۱۷۰ منډو هدف وټاکه.

د یاد هدف په ځواب کې سیالې لوبډلې ډېر ښه پیل وکړ او د لومړۍ ویکټې لپاره یې د ۴۰ منډو ملګرتیا وکړه. سیالو لوبغاړو خپلې غوره توپوهنې ته دوام ورکړ چې په پایله کې یې د افغان اتلانو د ۱۷۰ منډو هدف په ۳۳ اورونو کې د خپلو ۳ لوبغاړو په زیان ترلاسه کړ. د افغان لوبډلې په ګته محمد غضنفر، فرید احمد ملک او محمد نبي یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه خو افغان لوبډله یې له ماتې ونه ژغورله او لوبه سبالې لوبډلې د ۷ ویکټو په توپیر په خپله ګټه پای ته ورسوله. وروستۍ لوبه که څه هم سیالې لوبډلې وګټله خو افغان اتلانو په لومړیو دوه لوبو کې د بریاو په خپلولو سره دغه لوبلړۍ ۲-۱ په خپله ګټه پای ته ورسوله.

رحمن الله ګربز نن د افغان لوبډلې په ګټه ۸۹ منډې جوړې کړې چې له امله یې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. دغه راز رحمن الله ګربز په دغه لوبلړۍ کې د یوې سلیزې او یوې نیمه سلیزې په جوړولو سره ۱۹۴ منډې جوړې کړې چې له امله یې د لوبلړۍ غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

د یادونې وړ ده چې دا په نړیوال کرکټ کې لومړی ځل و چې د افغانستان کرکټ بورډ د دوه اړخیزو سیالیو لپاره د سویلي افریقا کوربه توب وکړ. دغه راز افغان لوبډلې هم د لومړني ځل لپاره د سویلي افریقا کر:ټ ملي لوبډلې ته په نړیوال سیالیو کې ماتې ورکړه.